Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو چارو وزارت:ټولو ولایتونو کې د راستنېدونکو ځای پرځای کولو لپاره چمتوالی نیول شوی

د کډوالو چارو وزارت:ټولو ولایتونو کې د راستنېدونکو ځای پرځای کولو لپاره چمتوالی نیول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/14

که څه هم له پاکستانه پر زور د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ دوام لري، خو د دوی شتمنيو د ضبط او انتقال په اړه لاهم اندېښنې موجودې دي.

د دې اندېښنو رفع کولو او د راستنېدونکو کسانو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د کورنیو چارو وزارت له سرپرست او د دې وزارت له لومړي مرستیال او د دفاع وزارت د لوی درستیز له مرستیال سره ليدلي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، په دې کتنه کې د کډوالو پر اړوند مسايلو سربېره د هېواد پر وروستیو تحوولاتو هم بحثونه شوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:« په دې لیدنه کې د هېواد پر وروستیو تحولاتو او کډوالو ته د رسېدنې پر چمتوالي بحث وشو. مولوي عبدالکبیر وویل چې په ټولو ولایتونو او بنادرو کې د کډوالو لپاره چمتوالی نیول شوی. نوموړي له ولسونو، شتمنو هېوادوالو او امنیتي ادارو وغوښتل چې له راستنېدونکو افغانانو سره تر خپله وسه مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې د بې ځایه شویو نړیوال سازمان وايي، پاکستان افغان کډوال پر افغانستان د فشار راوړلو وسيلې په توګه کاروي او نیوکه يې کړې چې د پاکستان له ‌خوا د افغان کډوالو جبري شړل نه یوازې غیر انساني عمل دی؛ بلکې د کډوالۍ له نړیوالو قوانینو هم ښکاره سر غړونه ده.

یاد سازمان زیاته کړې: « په دې اندېښمنونکي بدلون کې پاکستان اوس افغان کډوال د فشار د وسیلې په توګه کاروي او دغه کډوال د غچ اخیستنې په توګه بېرته رالېږي. موږ پر پاکستان غږ کوو چې دا یوه سیاسي معامله نه ده، بلکې دا یو انساني بحران دی چې ژر تر ژره دې د هغوی د جبري ایستلو لړۍ ودروي. له بې ‌وسه او زیانمنو انسانانو سره دا ډول چلن هېڅ ډول توجیه نه لري.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين هم په جبر سره د افغان کډوالو ايستلو په غبرګون کې د پراخو لاريونونو اعلان کړی او ويلي يې دي چې دغه لاريونونه به له ملت‌ پالو ګوندونو سره له سلا او مشورو وروسته د روانې اپرېل پر ۱۵مه پيل شي.

پښتين زیاته کړې: « احتجاج کېږي، ډېر غټ لاریون به وي او تر پارلمان او د بشري حقونو تر دفترونو به ورځي. په ۱۴ تاریخ به په بلجیم کې کېږي او د دې نور چمتوالی به پر خواله رسنیو شریک شي. د چا چې څومره وس کېږي کمپاین دې وکړي او په لاریون کې دې ونډه واخلي؛ باید د پښتنو غږ اوچت کړو.»

بله خوا د کډوالو د حقونو فعالان  بیا ادعا کوي چې پاکستان له افغان کډوالو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلن کوي او مالونه او شتمنۍ یې ضبطوي.

 دوی  له سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو ستونزو او کشالو ته رسېدنه وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې افغان کډوال وځورول شي.

د کډوالو حقونو فعال ګل خان  بهادري وايي: « له بلې خوا د افغان مهاجرو شتمنۍ او سرمایه د پاکستان د خلکو او پولیسو له خوا چور کېږي. اکثریت کډوال ادعا کوي چې د پاکستان پولیس له دوی موبایلونه، قېمتي توکي او ګاڼې غلا کوي او په زور یې ترې اخلي. افغان کډوال په ډېر بد حالت کې افغانستان ته لېږل کېږي، همدارنګه په پاکستان کې هم ښه وضعیت نه لري او اکثریت یې د کار له ځایونو نیول کېږي. د ډېرو کډوالو د کورنیو غړي ورک دي او سرنوشت یې روښانه نه دي.»

د کډوالو حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « یوازې د څو اړخیزو خبرو اترو او د یوه همغږي سیاست په پام کې نیولو سره دغه تګلاره بدلېدای او د کډوالو لپاره انساني شرایط رامنځته کېدای شي.»       

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سترې کمېشنرۍ د مالوماتو له مخې، په تېره نږدې يوه نيمه اوونۍ کې شاوخوا ۴۵ زره افغان کډوال له خيبر پښتونخوا او پاکستان ايستل شوي چې شاوخوا ۲۴زره هغه يې په زور د پاکستاني ځواکونو له لوري افغانستان ته اړول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist