Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره کابل له اسلام‌اباد سره د ګډ کمېسيون جوړولو وړانديز کړی

د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره کابل له اسلام‌اباد سره د ګډ کمېسيون جوړولو وړانديز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/25

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له شمشاد سره خبرو کې وایي، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو لړۍ پڅ شوې او په خبره یې په تېرو نهو ورځو کې ۵ زره افغان کډوال له یاد هېواد په زور او جبر را اېستل شوې دي.

حقاني وایي، دمګړۍ په پاکستان کې درې نیم میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او زیاتوي، چې د دغو کډوالو ستونزو ته رسېدو لپاره په کور دننه بشپړ چمتوالی لري.

نوموړی له اسلام اباد غواړي چې د افغان کډوالو رایستلو لپاره دې له افغان لورې سره کډ کمېسیون جوړ کړي.

حقاني زیاته کړې:« له دوی ځېنې خلکو داسې انګېرلې وه، چې ګواکې د اپریل له ۱۵ وروسته به یې وباسي، تر اوسه پورې دا لړۍ داسې په قوي شکل نه ده شروع شوې، بلکې په عادي شکل باندې، لکه څنګه چې مخکې افغانان راتلل، دغه شان اوس هم راځي.  په حمل میاشت کې له پاکستانه شاوخوا ۵ زره افغانان راستانه شوي.»

په وروستیو کې له پاکستان، ایران، او ترکیې افغان کډوال اېستل شوي او د تېر کال له نومبر وروسته، له نیم زیات افغان کډوال له پاکستان او زرګونه نور بیا له ایرن او ترکیې هېواد ته را اړول شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مني، چې له سیاسي تحول وروسته ګڼ شمېر افغانان ایران او ترکیې ته تللي.

حقاني دغه راز زیاتوي، افغان کډوال د مجبوریتونو له امله له هېواده وتلي او له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې مناسب چلن ورسره وکړي.

حقاني وايي:« ستونزې شته ده، خو د کډوالو چارو وزارت وخت په وخت داسې ستونزې له کوربه هېوادونو چارواکو سره شریکې کړي دي. موږ د دې بیا هم غوښتنه کوو چې باید له افغانانو سره ښه چلن وشي او نړیوالو قوانینو او اصولو مطابق  چې هغه کوم حقوق دوی ( کډوالو) ته ورکړل شوي، هغه ورکړل شي.»

بلخوا داسې ویل کېږي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو جبري اخراج په دويم پړاو کې به د اې.سي.سي کارټونو لرونکي کډوال هم له دې هېواد واېستل شي.

خو په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال د دوی پر وړاندې د پاکستان پر تګلارې د نيوکې ترڅنګ د غور غوښتنه کوي.

پاکستان کې افغان کډوال نظر خوږیاڼيوال وايي:« دغه موجوده کوم افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي، نو دوی ډېر زیات اندېښمن دي، له وېرې سره مخامخ دي. که زموږ شمتني او کاروبار په دومره لنډ وخت کې راټول نه شو، نو افغانانو ته به ډېرې زیاتې ستونزې جوړې شي.»

د ځېنو پاکستاني رسنیو د راپورونو له‌ مخې، ټاکل شوې چې په دغه پړاو کې نږدې ۸۰۰ زره افغان کډوال بېرته هېواد ته را ستانه کړای شي.

دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو په لومړي پړاو کې نږدې ۶۰۰ زره افغان کډوال په زوره یا اجباري ډول له دغه هېواد راواېستل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist