Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
‌افغانې نجونې پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو لرې کېدو په تمه دي

د کوچني اختر په مناسبت اختریزو پيغامونو کې د نجونو پر زده کړو ټینګار شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/10

د نېکمرغه کوچني اختر  د مبارکۍ پیغامونو په لړ کې پخوانیو چارواکو، سیاسیونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره دامریکا سفارت هم په خپل وار افغانانو ته اختریزې مبارکۍ وړاندې کړې دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په اختریز پیغام کې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او ویلي یې دي چې ټول په‌کې په مساویانه توګه حق لرو، هر یو د وطن په وړاندې مسوولیت لرو او باید ومنو چې پرته له تعلیم پرمختګ شونی نه دی.

کرزی وايي:« د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله خپلې نېکې هیلې او مبارکۍ تاسو ته وړاندې کوم. ګرانو هېوادوالو! افغانستان د ټولو افغانانوټولو ګډ کور دی ، ټول په مساویانه توګه په کې حق لرو او همدا راز هر یو د خپلو خلکو او هېواد په وړاندې مسوولیتونه او وجایب هم لرو، هرڅه له تعلیم او پوهې سره تړلي دي او پرته له هغې ناممکن دي. که چېرې غواړو چې خپلواک، آباد او مترقي هېواد ولرو نو لازمه ده چې د هېواد د بچیانو(نجونو او هلکانو) تعلیم ته اساسی او جدي پاملرنه وکړو.»

 بل خواد  مخکېني حکومت ملي روغې جوړې سترې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم پر خپله فېسبوک پاڼه اختریز پیغام کې په هېواد کې ټولو قومونو ترمنځ د یووالي غوښتنې سربېره ، له نړیوالې ټولنې د مرستود دوام هیله ښودلې ده.  

د مخکېني حکومت بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر افغانانو ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ بیا د فلسطین مظلومو خلکو او د ټولې بشري ټولنې لپاره د سولې او هوسا ژوند دعا کړې.

هغه زیاته کړې:«  د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت خپلو ټولو درنو هېوادوالو او د نړۍ مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم ، عبادت مو د حق په درګاه کې قبول شه! موږ د افغانستان او فلسطین د مظلومو خلکو او د ټولې بشري ټولنې لپاره د سولې، ارامۍ او خوښۍ دعا کوو.»

ورته مهال په پښتونخوا کې د پښتون ژغونې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین د اخترمبارکۍ پیغام کې په هېواد کې سوکاله ژوند سره د علم په زیور د سمبالښت هیله کړې.

هغه زیاته  کړې:« ټولو مسلمانانو او په ځانګړې توګه پښتنو افغانانو ته د کوچني اختر مبارکي وایم. الله مو روژې او عبادتونه قبول کړه. زه دعا کوم، چې الله ج زموږ ولسونو ته د علم، تنظیم، حوصله او د قوت توفیق راکړي، تر څو په خپل وطن کې سوله، خوښي او خپلواکي ولرو.آمین.»

دافغانستان لپاره د امریکا سفارت پر اېکس پاڼه خپاره شوي پيغام کې د نړۍ ټولو مسلمانانو لپاره له برکتونو ډک اختر غوښتی دی.

سفارت زیاته کړې:« د نیکمرغه کمکي اختر د رارسیدوپه مناسبت تاسو او ستاسو دوستانو ته د خوښۍ، سولې او له برکتونو څخه د ډک اختر هیله کوو.»

سره له دې چې پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر سیاسیونو په خپلو اختریزو پيغامونو کې د نجونو تعلیم او تحصیل اساسي اړتیا بللې او له تعلیم او پوهې پرته يې آبادي او پرمختګ ناممکن ګڼلی خو په ارګ کې د اختر په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته، لوړپوړو چارواکو په ویناوو کې په دې تړاو هیڅ نه دي ویل شوي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه کله پرانېستل کیږي؟

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist