Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته نوی ځانګړی یونیفورم مشخص کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/06/09

د افغانستان اسلامي امارت د کورنيو چارو وزرات د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د  غبرګولې پر ۱۷ مه» یوه  خبري کنفرانس کې د ملي پوليسو لپاره ځانکړی یونیفورم اعلان کړ.

د یاد وزارت امنیتي معین نورجلال جلالي وایي، امنیتي سرتیرو او د پولیسو منسوبینو ته د ځانګړي یونیفورم له ورکولو یې موخه د لېکو منظمول او د امنیتي پیښو مخنيوي کول دي.

جلالي زیاته کړه:«پولیس به د امنیت د اخلال ګرو مخه ونیسي. هېوادوالو ته ښه امنیت  ټېنګ شي او هغه کسان،چې امنیت اخلال کوي، انشاء الله د هغوی مخه به ونیسي. دغه زموږ ځانګړې لاسته راوړنه وه. نن هغه ورځ ده،چې د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو دغه ځانګړی یونیفورم،چې تاسو ګورئ، دغه د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو یونیفورم دی.» 

پولیسو ته د يونفيورم ورکولو پروسه پرون پيل شوه او یوازې په کابل او کندهار کې به شل زره سرتیري پر دغه یونیفورم ملبس شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي،په راتلونکې دوه اونيو کې به د هېواد په ټولو ولايتونو کې۱۰۰ زرو ملي پوليسو او منسوبینو ته دغه يونيفورم ورکړي.

ټکور زیاته کړه:« یاد یونیفورم،چې د عسکري تعلیم نامې په رڼا کې په پام کې نیول شوی دی، د لوړ رتبه افسرانو او ساتکونو لپاره ترتیب شوی دی، چې تر ننه یې ۲۰ زره جوړې برابرې شوي  او د وېش لړۍ  یې په کابل او کندهار کې پیل کېږي. هېره دې نه وي،چې په راتلوونکو دوو اونیو کې به دا شمېره ۱۰۰ زرو ته ورسېږي.» 

د ټکور په خبره،د اوسني لباس قراداد يې له يو افغاني شرکت سره کړی دی او د پخواني یونیفورم  پرتله پرې ۷۵ سلنه کم لښګت راغلی دی.

د کورنيو چارو وزارت دفتر رئیس زین  الله عابر بیا وايي،د ولس امنيت ساتل او خونديتوب ورته لومړيتوب لري او په همدې موخه يې د ملي پولیسو د مسلکي کيدو لپاره  هڅه زياتې کړي دي.

د پولیسو منسوبین د ياد لباس له ورکړې خوښ دي او ډاډ څرګندوي،چې ځانګړې يونيفورم سره به وکولای شي،چې د جرايمو مخنيوی وکړي.

په ځانګړي یونیفورم د امنیتي او دفاعي سرتیرو ملبس کول،د زياتو افغانانو غوښتنه وه او ګڼو خلکو د کورنیو چارو وزارت له دغه اقدامه هرکلی کړی او د ملي دفاع وزارت هم غوښتنې لري،چې د پوځ سرتیرو ته یو ډول لباس وویشي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist