Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار ښاریان: د زیات ورښت له امله ستونزو سره مخ یو 

د کندهار ښاریان: د زیات ورښت له امله ستونزو سره مخ یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/04

که څه هم په کندهار ولایت کې وروستي  ورښت له یوې خوا د بزګرو او کروندګرو هیلي راپیدا کړي، خو  له بلې  خوا د ښار او ولسوالیو تر منځ وران شویو پلونو او ښار کې نامنظم کانالزیسیون مسافر او ښاریان له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاریان نيوکه کوي،چې مسوولین د باران د شدت له اټکل خبر وو،خو بیا یې هم ښار کې  د باراني اوبو لپاره چمتوالی نه وو نيولی.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«تاسو ګورئ، چې ټول سړکونه اوبو پر سر اخیستي دي. لښتي  او ویالې  یې پر وخت نه دې پاکې کړې، چارواکي د دغه باران له اټکله خبر وو، خو بیا یې هم پر وخت اقدام نه دی کړی.»

د کندهار والي محمد یوسف وفا له ښاروالیو او امنیتي مسوولینو غوښتي،چې د باران له امله په ستونزو کې راګېر وګړو سره دې  مرسته وکړي.

د والي له دغه امر سره سم د هوايي ځواک پر مټ هغه مسافر هم  ژغورل شوي، چې  د دغه ولایت د میوند ولسوالۍ په تورنیکه مانده کې سیلابي اوبو راګیر کړي ول. 

د کندهار والي محمد یوسف وفا وايي:« زه له ټولو امنیتي، فوایدعامې، ښاروالۍ او نورو اړوند ارګانونو غوښتنه کوم،چې د باران، سېلابونو له امله له خلکو سره د ستونزو پر مهال مرسته وکړي او له ګواښونو یې وژغوري.»

کندهار کې له  تېرې شپې  راهیسې د  باران  ورښت  پیل  شوی،چې د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د زیات ورښت له امله سېلابونه راوتلي او  له  ښار سره  نښلېدونکې لارې یې بندې کړي.

د  مالوماتو له مخې ،د وچکالۍ  د ختمېدو لپاره ۱۵۰ملي متر ورښت ته اړتیا ده، خو دغه اندازه تر اوسه یوازې ۵۴ ملي  متره ته رسېدلې ده.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist