Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار لرې پرتو ولسوالیو خلک د برېښنايي پېژندپاڼو وېش مرکزونه غواړي

د کندهار لرې پرتو ولسوالیو خلک د برېښنايي پېژندپاڼو وېش مرکزونه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/21

د کندهار لرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، له مرکزه لرې والي له ګڼو اسانتیاوو بې برخې کړي او له امله یې ګڼو خدمتونو ته لاسرسی نه لري.  د دوی په خبره، اوس چې افغانستان کې الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشل کېږي، دوی نه شي کولی له مرکز څخه د لرې والي له امله دا پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي زیاتوي، دوی د برېښنايي پېژندپاڼو ترلاسه کولو لپاره ښار ته ځي او د پېژندپاڼو اخیستلو پر مهال یې ډېر وخت ضایع کېږي او زیات لګښتونه پرې کوي.

د معروف ولسوالۍ اوسېدونکی قدرت الله وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دلته د الکټرونیکي تذکرو یوه څانګه خلاصه شي، ځکه دلته د صحرا او کلیو خلک دي او هرڅوک کندهار ښار ته نه شي تللی. څوک چې کندهار ته لاړ هم شي، له ګڼو ستونزو سره مخ وي او د شپې تېرولو ځای نه لري.»

د ارغستان ولسوالۍ اوسېدونکی علي محمد وايي: « موږ غواړو چې د ولسوالۍ په مرکز کې یوه څانګه فعاله شي. موږ له هغو ټولو خدماتو محروم یو چې داخله یې په کمپیوټري تذکرو ورکول کېږي. زموږ ولس د دې وس نه لري چې په دې تذکرو پسې کندهار ښار ته لاړ شي.»

د یادو ولسوالیو اوسېدونکي له حکومت غوښتنه کوي چې د هرې ولسوالۍ او یا هم د څو ولسوالیو په سطحه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز ورته فعال کړي، ترڅو خلک له دې ستونزو وژغورل شي.

د رېګستان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي لالی وايي: « دا د تذکرو ستونزه ډېر غټه ده، هر خوار او غریب کندهار ته نه شي تللی، د شپې ځای نه لري او په هوټل کې د شپې تېرولو وس نه لري. دا برقي تذکرې باید په دې ښار کې شروع شي.»

د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالنافع وايي: « موږ برقي تذکرې نه لرو او ښار ته نه شو پسې تللی، ځکه ډېر مصرف کېږي. موږ غواړو چې دلته خپله ولسوالۍ کې یو مرکز جوړ شي او موږ ته تذکرې راکړي.»

په ورته مهال، د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست مسوولین وايي، دوی په پلان کې لري چې د کندهار لرې پرتو سرحدي ولسوالیو ارغستان، معروف، ښوراوک او رېګستان لپاره د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ کې یو مرکز فعاله کړي چې دغه نږدي ولسوالیو اوسېدونکي خپلې برېښنايي پېژندپاڼې هلته ترلاسه کړي.

د کندهار احصایې او معلوماتو رییس حافظ نور احمد سعید وايي: « موږ د ټولو ولسوالیو لپاره پلان لرو چې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي، ترڅو وکولی شي دا تذکرې په اسانه توګه ترلاسه کړي.  د کندهار د احصایې او معلوماتو ریاست په پلان کې ده چې په بولدک ولسوالۍ کې د الکټرونیکي تذکرو یو مرکز خلاص کړي؛ ځکه چې دا ولسوالۍ ډېر پراخ نفوس لري بیا دا نورې سرحدي ولسوالۍ ورته نږدې دي. موږ خپلې مرکزي ادارې ته وړاندیز کړی او تمه لرو چې تر راتلونکو دوو میاشتو دا وړاندیز منظور شي او موږ وکولی شو په بولدک ولسوالۍ کې دا مرکز خلاص کړو.»

د کندهار سپین بولدک، ارغستان، معروف، ښوراوک او رېګستان ولسوالۍ ډېورنډ فرضي کرښي ته نږدي پرتي ولسوالۍ دي چې له کندهار ښار څخه زیات واټن لري او اوسېدونکي يې دا مهال له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist