Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار د انځرو باغ لرونکي د خپلو حاصلاتو لپاره د بازارغوښتنه کوي

د کندهار د انځرو باغ لرونکي د خپلو حاصلاتو لپاره د بازارغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/08/09

د کندهار ولایت شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغونه د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو یوازینۍ اقتصادي سرچینه بلل کېږي.

 دلته دا مهال باغ لرونکي د انځرو د حاصلاتو پر ټولولو بوخت دي او زیات شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې.

د انځرو ټولولو کارکوونکی عبدالحنان وايي: « موږ دا انځر له ونو راټولو او پاکوو یې، بیا بل ځای د نورو کسانو له خوا په تار کې پېل کېږي، بیا د وچېدو لپاره لمر ته اچول کېږي او په پای کې بازار ته وړاندې کېږي.»

د انځرو ټولوونکی حبیب الرحمن وايي: « زه له هلمند راغلی یم او دلته د انځرو په ټولولو کې کار کوم. هره ورځ ۱۰ساعته کار کوم. موږ هر کال په دې موسم کې د کار لپاره شاه وليکوټ ته راځو.»

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د انځرو باغ لرونکي له خپلو سږنیو حاصلاتو د زیاتوالي او ښه کیفیت خوښ دي، خو وايي بهر ته د نه صادرېدو له امله بیې د پخوا پرتله زیاتې ټیټې دي.

دوی له سرپرست حکومته د خپلو حاصلاتو د بازار موندني په برخه د پاملرني غوښتنه کوي.

بڼوال توریالی وايي: « شک نه شته چې سږ کال ښه انځر شوي، خو بیه یې ټیټه ده. پخوا به موږ یو من اعلا درجه انځر په ۱۵ زره خرڅول، اوس په ۱۲۰۰ افغانۍ دي.»

بڼوال دین محمد وايي: « زموږ اقتصاد ډېر غورځېدلی، دا قېمتونه حتا خپل لګښت نه برابروي، موږ ته د ډوډۍ خو لا ډېره لویه خبره ده. موږ له تجارانو او امارت له مسوولینو غواړو چې موږ ته بازار موندنه وکړي.»

د کندهار د کروندګرو ټولنې مشر محمد خالد زعفران وايي: « زه هم له چارواکو غواړم چې زموږ انځرو ته ښه مارکېټ پیدا کړي او هڅه وکړي چې دا ښه انځر ښه نړیوال بازار ولري.»

په ورته مهال، د کندهار کرني او مالدارۍ ریاست مسوولين وايي، په دې ولایت کې پر۱۵ زره هکټاره ځمکه د انځرو باغونه جوړ دي چې په کلني ډول ۱۳۵ زرو ټنو پوري حاصل ترې لاس ته راځي او په خبره یې سږکال د دغو باغونو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

دوی زیاتوي، هڅه کوي بهر ته د انځرو او نورو مېوو د لېږد په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وايي: « سږ کال په کندهار کې تقریبا ً په ۱۵ زره هکټاره ځمکو د انځرو باغوه جوړ شوي چې تر ۱۳۵ زره ټنو حاصلات ورکوی. سږ کال د انځرو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی، آفتونه او مرضونه یې له منځه وړل شوي، دغه راز سږ کال غیر موسمي بارانونه هم ونه شول، ترڅو زیانمن یې کړي. زموږ د کرنې ریاست هڅه کوي چې د بازار موندنې په برخه کې له بڼوالو سره همکاري وکړي او يو ښه بازار پيدا کړي.»

د کندهار انار، انګور او انځر پر نړیواله کچه شهرت لري او هر کال زرګونه ټنه د میلیونو ډالرو په ارزښت بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي.

له کندهاره وچ انځر هر کال هند او پاکستان ته صادرېدل، خو سږکال د واګه بندر له تړل کېدو او د پاکستان له خوا د لوړو تعرفو وضع کېدو له امله د انځرو صادرات اغېزمن شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist