Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار بزګر د شنو خونو جوړولو غوښتنه کوي

د کندهار بزګر د شنو خونو جوړولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/20

په کندهار ولایت کې یو شمېر بزګر وايي، که شنې خونې ورته جوړې شي، د اوبو په لګښت کې له سپما سربېره به هر وخت تازه محصولات بازار ته وړاندې کړي.

عبدالرحمن چې له کلونو راهیسې د کندهار په دامان ولسوالۍ کې بزګري کوي، دی د کال په ګرم موسم کې پر خپل ځمکه سبزیجات کري خو په ژمي کې یې بیا ځمکه شاړه وي.

عبدالرحمن وايي، حکومت دي د ده په شان بزګرو ته شنې خونې جوړې کړي ترڅو د بې موسمه سبزیجاتو اړتیا په کوردننه پوره شي او په خبره یې هم به د ژمي په موسم کې پر کارونو بوخت وي.

بزګر عبدالرحمان وايي:« موږ له حکومته غواړو چې شنې خونې راته جوړې کړي. له دې سره به موږ په دوبي او ژمي دواړو کې سبزیجات ولرو.»

د کندهار یو شمیر نور بزګر هم وايي، که دغه ولایت کې شنې خونې ډېرې شي د مني او ژمي په موسم کې به هم دوی خپل وطني سبزیجات او نور کرنیز توکې ولري او هم به د خلکو تکیه پر بهرنیو میوه جاتو او سبزیجاتو کمه شي.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت باید په هېواد کې دغه ډول کرنه دود کړي ترڅو د کروندګرو د حاصلاتو له زیاتوالي سربیېره په ژمي کې د تازه سبزیجاتو د کموالي مخه ونیول سي.

بزګر بلال احمد واي:« زه غواړم چې شنې خونې راته جوړې شي. موږ ژمي کې ترکاري نه لرو، له نورو هېوادونو راځي  او بیا یې پر موږ پلوري.»

په ورته وخت کې د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، سږکال يې د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰ شنې خونې جوړې کړي او راتلونکی کال هم د ۵۰ نورو د جوړیدو پلان شته دی.

د کندهار کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمان وايي:« موږ سږ کال د کندهار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د همکارو موسسو له لارې شاوخوا ۵۰ شنې خونې جوړې کړي او د بزګرانو په اختیار کې مو ورکړي. انشاء الله راتلوونکې کې به یې له تاسو سره د حاصل، کیفیت او اندازې په اړه له تاسو سره مالومات شریک کړو.»

د مالوماتو له مخې، په شنو خونو کې کښت تر ساده ځمکې څو برابره زیات حاصلات ورکوي او دا د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لپاره له عایدو ډکه لاره ګڼل کیږي.

خلک غوښتنه کوي چې حکومت دې د کروندګرو د اقتصاد ښه کېدو لپاره هغسې پروژې پلې کړي چې ګټه یې مخامخ کروندګرو ته ورسېږي، څو ژوند یې ښه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist