Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د وچکالۍ مهارولو لپاره د بندونو جوړېدو غوښتنه کوي

د کندهار اوسېدونکي د وچکالۍ مهارولو لپاره د بندونو جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/11

د کندهار ښار سوېل ختیځ ته پرته غرنۍ سپین بولدک ولسوالي چې د هېواد پر کچه له لویو ولسوالیو یوه ده، په تېرو څو لسیزو کې د حکومتونو له خوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې او د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي يې اوږدې وچکالۍ سخت اغېزمن کړي.

د سپین بولدک ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، له جګړو را وروسته وچکالۍ ځپلي او د کروندو ترڅنګ د څښاک لپاره هم پاکې اوبه نه لري چې له امله يې په سختو ستونزو کې ښکېل دي.

دوی غوښتنه کوي چې په سیمو کې دې کاریزونه پاک او تر څنګ یې د بارانونو د اوبو مهار لپاره چیکډمونه جوړ شي.

د سپین بولدک اوسېدونکی محب الله وايي: « دلته ۴۵ کلي دي او هر کلی تقریبا ً تر ۵۵ کورونه لري. موږ د اوبو لپاره برمې نه لرو او ماشومان یې له ډېر لرې ځایه په لاسي کراچیو کې راوړي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی داد خان وايي: « زموږ ولس ډېر خوار او زار دی او زموږ سیمه وچه ده. دلته کارېزونه خرابه پراته دي او له امله یې د اوبو غټ کمی لرو. موږ له نړیوالو دا کمک غواړو چې موږ ته د اوبو ترتیبات برابر کړي.»

د جمعه ګل په نوم د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی وايي: « زموږ هېواد کې خو وچکالي ده. دا کارېزونه چې تقریبا ً ۴۰ کارېزه دي، که دا شاوخوا شېلې یې وتړل شي، بېرته اوبه کوي. له دې سره به کارېزونه فعال او  هېواد هم آباد شي.»

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ مسوولین وايي، هڅه کوي ټولو لرې پرتو سیمو ته خدمات ورسوي.

د مسوولینو په خبره، په یاده ولسوالۍ کې د اوبو یو شمیر چکډیمونه جوړ شوي او په راتلونکي کې د یوه لوی بند تر څنګ د نورو چیکډیمونو د جوړېدو پلان هم شته.

د سپین بولدک ولسوالۍ ولسوال مولوي رحیم الله محمود وايي: « الحمدالله اوس مهال د اسلامي امارت توجه ورته زیاته ده. لکه څومره چې د دې ولسوالۍ استحقاق او حقداري ده، دغه شان د اسلامي امارت توجه هم زیاته ده. همدا اوس په څو کوچنیو چکډیمونو کار روان دی او راتلونکي کال کې انشاالله د یوه لوی بند د جوړولو پلان دی چې د کسي په رود به جوړ شي.»

سپین بولدک ولسوالي د کندهار ښار ختیځ ته په ۱۱۰ کیلومترۍ کې پرته ده چې د ډېری خلکو ژوند يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی خو د تېرو څو کلونو وچکالۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist