Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار اوسېدونکي د باغونو او کروندو برخه کې د مسلکي روزنې غوښتنه کوي

د کندهار اوسېدونکي د باغونو او کروندو برخه کې د مسلکي روزنې غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/04

کندهار هغه ولایت چې د اوسېدونکو زیاته برخه يي پر کرنه بوخت دي، خو اوس يې هم کروندګر په دودیزه بڼه کرنه کوي او د عصري کرنې په اړه نه پوهیږي.

د یاد ولایت یو شمیر باغ لرونکي او کروندګر وايي، لا هم ډول ډول مېوه لرونکې ونې او بېلابېل کرنیز توکي ټول په پخوانۍ دودیزه بڼه کرني او د مسلکي کرني په اړه نه پوهیږي چې حاصلات یې کم دي او اوبه يي هم ډېرې ضایع کېږي.

دوی په  دغه برخه کې له حکومته او اړونده موسسو د مسلکي روزني غوښتنه کوي.

د یو بل کروندګر سلیمان وايي:« له دوی دا غواړو چې د ونو په اړه مو وپوهوي چې څنګه کوډ ورکول کېږي؟ څه وخت یې دوا پاشي وشي؟ کوم وخت اوبه ورکول کېږي؟ که په دې اړه مو پوه کړي نو بیا به کښت ښه حاصلات ورکړي.»

یو بل کروندګر بیا وايي:« داسې کسان شته چې دوا وپاشي، ټول حاصلات یې خراب شي. موږ پرې نه پوهېږو. د اوبو او دوا له ستونزو سره مخامخ یو، چې یوه موسسه موږ ته راشي او درس راکړي.»

د کرني کار پوهان وايي، که چېرې کروندګر له عصري کرنې کار واخلي نو نه یوازې دا چې په حاصلاتو کې به د پام وړ زیاتوالی راشي بلکي اوبه به يي هم ډېرې نه ځایه کیږي.

د کرنې برخې کارپوه انجنیر مسعود شاه وايي:« تقاضا یې داسې وي چې ونې او کښت یې داسې حاصل ورکړي چې جېب یې پرې ډک شي او  د ده باغ او کښت بېرته پرې وروزل شي. دغه راز کلیو، ولسوالیو او هېواد ته یې هم ګټه ورسېږي او بازار ته هم سم شی عرضه کړي. نو دا بیا په مسلکي توګه کېږي. په دودیزه بڼه څوک نه شي کولی له یوې ونې د یوې کېلو پر ځای ۵ کېلو مېوه لاسته راوړي.»

د کندهار د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي شمس الرحمن موسی وايي، دوی په دې برخه کې پوهان لري او هم يې وخت پر وخت د کروندګرو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي خو  په خبره یې هغوی لېوالتېا نه ښيي.

هغه زیاتوي:« له دوی( بزګران او کروندګر) مو غوښتنه دا ده چې مسلکي روزنې ته ځان چمتو کړي. موږ په کراتو غوښتنه کړې چې دوی لپاره ورکشافونه جوړ شي، خو دوی دې زیاته لېوالتېا نه لري. بیا مو هم پر دوی دا غږ دی چې مسلکي روزنه ترلاسه کړي او په ورکشاپونو له کې له موږ سره ګډون وکړي ترڅو دودیزه کرنه عصري بڼه غوره کړي.»

 د کرنې برخې یوشمېر کارپوهان کروندګرو ته سپارښتنه کوي چې د هر نوي مېوه لرونکي نیالګي له پېر او کېنولو مخکې او همداراز له کښت کولو مخکې دې د کرنې برخې له فني او مسلکي کسانو د اقلیمي تعامل او کرنیزو شرایطو په تړاو مشورې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist