Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/17

پلازمېنه کابل کې د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو پنځه ورځنی نړیوال نندارتون، د حکومتي چارواکو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسېده.

د کرنې او مالدارۍ تولیداتو دا نندارتون چې پنځه ورځې یې دوام درلود، د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد. د چارواکو په خبره، نندارتون بریالی و او ګډونوالو یې له ۲۰۰ میلیون زیاتو ډالرو په ارزښت، لسګونه هوکړې لاسلیک کړې دي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن وايي: « په دې نندارتون کې چې په کې ۱۰۰ څخه ډېرو غرفو او شرکتونو ګډون کړی و، له نېکه مرغه د شرکتونو ترمنځ د همکاریو ۷۴ هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د دغو هوکړه لیکونو ارزښت له ۲۰۰ میلیون ډالرو څخه پورته دی. باید ووایم چې دغه هوکړه لیکونه ټول د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره لاسلیک شوي نه د وارداتو لپاره.» 

په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، هڅه کوي د افغان بزګرانو کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو لپاره په کور دننه او بهر بازار موندنه وکړي.

د دې وزارت مسلکي معین وايي، اوس افغانستان د غوښې د تولید په برخه کې د صادراتو تر کچې  رسېدلی، خو هڅه کېږي چې د کرنیزو محصولاتو د تولید په برخه کې هم پرځان بسیا شي او دې موخې ته د رسېدو لپاره دکرنې بشپړې مکانیزې ته اړتیا ده.

مولوي صدر اعظم عثماني وايي: « موږ په ځینو محصولاتو کې ځان بسیاینې ته رسېدلي یو. د مثال په توګه، د چرګانو محصولاتو یا هم د څارویو د غوښې په برخه کې دې ځای ته رسېدلي یو چې نورو هېوادونو ته یې صادر کړو. موږ اوزبېکستان او نورو هېوادونو ته د غوښې صادرات پيل کړي دي.»

سوداګرۍ وزارت بیا د دې ډول نندارتونونو جوړول نه یوازې د تولیداتو بازارموندنې لپاره مهم ګڼي بلکې زیاتوي چې کولی شي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ترمنځ اړیکې پیاوړې او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو  د تدویر رییس  یعقوب جاوید وايي: « دا ډول نندارتونونه نه یوازې د تولیداتو معرفي کولو لپاره مهم دي بلکې د تولیدوونکو، سوداګرو، پانګوالو او مصرفوونکو ترمنځ د اړیکو ټینګولو لپاره هم ارزښت لري.»

د کرنې او مالدارۍ د محصولاتو په دې نړیوال نندارتون کې له افغانستان سربېره د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو او  سوداګرو هم ګډون درلود چې د خپلو هېوادونو د کرنې او مالدارۍ برخې تولیدات یې  نندارې ته وړاندې کړي وو.

د یاد نندارتون هندي او ایراني ګډونوال خوښ دي چې په تېرو پنځو ورځو کې یې له افغاني لوري سره د خپلو تولیداتو په اړه خبرې او هوکړې وکړې.

هندی پانګوال محمد عبدالله وايي: « هرڅه ښه وو، دلته خلک کار کول غواړي، خو دوی یو پلټفارم ته اړتیا لري چې موږ یې ورته له هند برابروو. افغانان موږ سره له وړاندې کار کوي، موږ د کرنې په برخه کې بېلا بېل سبزیجات لرو چې ټول به ورته برابر کړو. پر موږ زیات رش دی خو موږ ترې راضي یو.»

افغان پانګوال بشیر احمد شهزاده وايي: « په دې ډول نندارتونو کې ګډون د شرکتونو او پانګوالو لپاره د پېرودونکو او بازار موندلو په تړاو ډېر ښه پرېوځي. موږ وکولی شول د دې نندارتونو له لارې د تاجیکستان هېواد له استازي سره تفاهم نامه لاسلیک کړو.»

ایرانۍ پانګواله بازګیر وايي: « موږ د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په دې پنځه ورځني نندارتون کې ډېر مثبت فیډبک درلود. موږ وکولی شول د افغانستان له سوداګرو، کروندګرو او مالدارو سره ښې اړیکې جوړې کړو، لومړنۍ خبرې وکړو او ټاکل شوې موږ په ایران کې د دوی کوربه توب وکړو او غوره پایلې ترلاسه کړو.»

ایرانی پانګوال سید محمد ضیایي وايي: « په دې نندارتون کې ونډه اخستلو موږ ته ډېره ګټه وکړه او ګڼو لیدونکو زموږ له غرفې لیدنه وکړه او تمه لرو چې راتلونکي کې نورې همکارۍ هم ولرو.»

د کرنېزو او مالدارۍ تولیداتو په دې پنځه ورځني نړیوال نندارتون کې ۱۰۰ کورنیو او بهرنیو شرکتونو په ۵۰۰ غرفو کې د کرنې او مالدارۍ برخې تولیدات نندارې ته وړاندې کړي وو چې زرګونه خلک د دوی د تولیداتو نندارې ته ورغلي وو او د بازار موندنې لپاره ښه فرصت برابر شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه
افغانستان

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 17, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

اگست 17, 2026
عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي
افغانستان

عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د زمري ۲۴ مې په مناسبت پيغام کې افغانان یووالي او عدالت پلي کولو ته را بللي

اگست 17, 2026
د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې
افغانستان

د اسلامي امارت بیاځل واکمنۍ پنځم کال؛ امنیتي ننګونې او لاسته راوړنې

اگست 17, 2026
کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
افغانستان

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026

وروستي خبرونه

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

نورستان کې د برېښنا د دوو بندونو تخنیکي سروې بشپړه شوه

اگست 17, 2026
روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

روان کال ننګرهار کې د ګوزڼ پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي

اگست 17, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د کرنې او مالدارۍ پنځه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اگست 17, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

امریکا ته د متقي بلنه: کابل کې خپل سفارت پرانیزئ او کانونو کې پانګونه وکړئ

اگست 17, 2026
عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

عراقچي: ایران افغان وګړو ته د وېزو په ورکړه کې خنډونه نه رامنځته کوي

اگست 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist