Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/07

د ازموینې عمومي ادارې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د عمومي کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې. د دې ازموینې په پایله کې د عصري علومو پنځه تنه زیاتې نمرې ګټوونکي د کابل معالجوي طب ته بریالي شوي.

راشد د پهلوان زوی چې د پروان ولایت اوسېدونکی دی، د پوره ۳۶۰ نمرو په اخستلو سره د ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینې عمومي اول نمره اعلان او د کابل پوهنتون د ابن سینا معالجوي طب ته بریالی شوی.

په دیني علومو کې بیا عبدالمجید د غور ولایت اوسېدونکي د ۳۲۷ نمرو په اخستلو سره د دیني علومو برخې اول نمره اعلان شو او د پکتیا ولایت مرکزي دارالعلوم ته بریالی شوی.

همدارنګه د کونړ اوسېدونکی انعام الله د ۳۵۸ نمرو په اخستلو سره د عصري علومو دویم مقام خپل کړی او د کابل معالجوي طب پوهنځي ته بریالی شوی. د پکتیا اوسېدونکي عبدالهادي د ۳۵۶ نمرو په اخستلو، د میدان وروګو اوسېدونکو محمد ایمن او بسم الله جان په ترتیب سره درېیم، څلورم او پنځم مقامونه ګټلي دي.

د ازموینې عمومي اداري رییس عبدالباقي حقاني وايي: « د کانکور عمومي اول نمره له پروان ولایت څخه راشد د پهلوان زوی او د نعیم الله لمسی، د ۳۶۰ نمرو په اخستلو سره د کابل طبي علومو طب پوهنځي عمومي څانګې ته بریالی شوی. همدارنګه له غور ولایت څخه عبدالمجید د عبدالعزیز زوی او د محمد لمسی، د ۳۲۷ نمرو په اخستلو سره د پکتیکا ولایت مرکزي دارالعلوم ته بریالی شوی. دوی ته د ې مبارک وي.»

په دې ناسته کې د عصري علومو په ارزښت ټینګار وشو او چارواکو زیاته کړه چې یوازې عصري علوم دي چې افغانستان له نړۍ سره سیال کولی شي.

د ازموینې عمومي ادارې رییس دغه راز وايي، د عصري علومو زده کړې په برخه کې د نورې نړۍ په پرتله افغانستان وروسته پاتې دی او باید په دې برخه کې جدي پاملرنه وشي.

عبدالباقي حقاني په دې اړه وايي: « نن په نړۍ کې مقابله په دوو شیانو ده؛ عصري علوم او ځوانان. موږ په عصري علومو کې ډېر شاته پاتې یو؛ ستا دنیايي ضروریات به هله پوره شي چې ستاسو ځوانان په ټولنه کې په عصري علومو سمبال وي. ستاسو د طب، انجینرۍ، خوراک او هرې برخې ضرورت به پوره وي. که عصري علوم ولرو، ستاسو امنیت به ټینګ وي او له دې به خوندي وې چې یو جابر راشي ستاسو سرحدات تهدید کړي یا ستاسو وطن ونیسي.»

د پوهنې وزارت د ښوونې روزنې معین عبدالمالک حقاني وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې موږ باید د تعلیم په ارزښت تر هرچا ډېر ښه پوه شو. د نړۍ ټول ایجادات، تولیدات او پرمختګونه د مسلمانانو له خوا طرفه دنیا ته وړاندې شوي. زموږ غوښتنه دا ده چې موږ باید د خپل هېواد د پرمختګ لپاره ښه استعدادونه وروزو.»

په همدې حال کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کانکور پایلو اعلانولو غونډې ته خبرو کې ویلي چې حکومت ټولو افغانانو ته په یوه ډول هم په خصوصي سکټور اوهم په دولتي سکټور کې د زده کړو زمینه برابره کړې او ځوانان باید له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « په ښوونځیو کې له ابتدائیه ښوونځیو نیولې د پوهنتون تر دورې، دغه راز مدارسو او تخنیکي او مسلکي زده کړو کې لګښتونه، ټول د دولت له بودیجې ورکول کېږي.»  

د کانکور ازموینې پایلو اعلانونو غونډه کې وینا والو په ۱۴۰۵ کال کانکور ازموینه کې د نږدې ۱۲۰ زره کسانو ګډون د هغو پرمخ درنه څپېړه یاده کړه چې په خبره یې تل افغان حکومت پسې تبلغات کوي چې ګني عصري زده کړو ته یې پاملرنه نه ده کړې.

په ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د کانکور په ازموینه کې ۱۱۷ زره او ۷۵ کسانو ګډون کړی و چې ډېره برخه یې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته جذب شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist