Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې پر عملي چارو پیل کېدو ټینګار کړی

د کانونو او پټرولیم وزارت د مس عینک پروژې پر عملي چارو پیل کېدو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/16

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال عبدالرحمن قانت د یکشنبې په ورځ د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي چارو ادارې جنرال کونسل وي هو اشیانګ، په کابل کې د چین سفیر، د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت مرکزي او د افغانستان برخې له مسوولینو او مل پلاوي سره لیدلي.

د وزارت ویاند همایون افغان وايي، په دې لیدنه کې جنرال کونسل د افغانستان او چین ترمنځ لرغونې او دوستانه اړیکې ارزښتناکې بللې دي او د مس عینک پروژې د چارو د پرمختګ په اړه یې بحث او نظرونه شریک کړي.

افغان زیاتوي: « د پلاوي رییس د یادې پروژې د پرمختګونو، ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړل او اړوند موضوعات یې د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.»

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند دغه راز وايي، د دې وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د مس عینک پروژې د عملي کار ژر پيل کېدو باندې ټینګار کړی.

د هغه په خبره: « د کانونو او پټرولیم وزارت د پروګرامونو مرستیال د چیني پلاوي د نظریاتو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل چې د مس عینک پروژه د دواړو هېوادونو او د افغانستان د خلکو لپاره ځانګړی اهمیت لري. ښاغلي عبدالرحمن قانت د دې پروژې د عملي کار ژر پیل باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د پروژې د بشپړ پیل پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه شتون نه لري او قراردادي شرکت باید ژر تر ژره خپلو ژمنو ته رسېدنه وکړي.»

مس عینک کان د کابل سوېل ختیځ پلو ۴۰ کیلومټرۍ کې د لوګر ولایت په بې ثمر ساحه کې موقعیت لري. دغه کان د نړۍ په کچه د مسو دویمه لویه زېرمه ګڼل کېږي.

د دې کان د سپړلو قرارداد په ۱۳۸۷ لمریز کال د چین اېم‌سي‌سي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوی، خو لایې هم د استخراج عملي چارې نه دي پيل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist