Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کاناډا بهرنیو چارو وزیره: نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر روان بشري وضعیت سترګې نه پټوي

د کاناډا بهرنیو چارو وزیره: نړیواله ټولنه دې د افغانستان پر روان بشري وضعیت سترګې نه پټوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/03

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې پر اوسني بشري وضعیت سترګې پټې نه کړي او له سرپرست حکومت سره  په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د سیسټماټیکو محدودیتونه لګولو له امله، حساب کتاب وکړي.

میلاني جولي دغه غوښتنه د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پرمهال کړې او زیاتوي چې افغانستان کې ښځې له ټولنې حذف شوې دي.

مېرمن جولي زیاته کړې: « طالبان د ښځو او نجونو پر وړاندې د خپلو سختو قوانینو پلي کولو ته دوام ورکړي، هغوی نږدې په ټولیزه توګه له ټولنې حذف شوې ترڅو ښکاره نه ‌شي؛ ځوانې نجونې د تعلیم له اساسي حق څخه محرومې دي.  دا ټول له بشري حقونو څخه سرغړونه ده او باید له سرغړوونکو سره حساب کتاب وشي.»

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې همدارنګه ویلي، هېواد یې تېره اوونۍ له جرمني، اسټرالیا او هالنډ سره په یوه ګډ اقدام کې هڅه پيل کړه چې د افغانستان اوسنيو واکمنو په ضد دوسیه په هاګ کې د عدالت نړیوالې محاکمې ته وړاندې کړي ترڅو د ښځو په وړاندې د تبعیض د ټولو بڼو له ‌منځه وړلو او د هغو نړیوالو کنوانسیونونو له ‌مخې مسوول وبلل شي چې افغانستان يې هم غړی دی.  تر اوسه د نړۍ ۲۲ هېوادونو د دغه اقدام ملاتړ کړی.

مېرمن جولي دغه راز زیاته کړې، موږ وینو چې په ټوله نړۍ کې ځینو ډلو یا هېوادونو داسې انګېرلې چې ګڼي نړیوال قوانین پر دوی نه پلي کېږي.

بله خوا، یو شمېر څارونکي وایي، که په افغانستان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې روان محدودیتونه نرم نه‌ شي، ښایي پر سرپرست حکومت له هر اړخه نیوکې او فشارونه زیات شي.

د چارو شنونکی عبدالواحد فقیري وايي: « د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې دا څرګندونې چې طالبان باید له ښځو سره د جنسیتي تبعیض له امله نړیوالې محکمې ته کش شي، یوازې د کاناډا د استازې خبرې نه دي بلکې د ګڼو نورو هېوادونو هم همدا غوښتنه ده او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون ۲۶ هېوادونو یې ملاتړ کړی.

تر دې مخکې د نړیوالو زده ‌‌کړو لپاره د ملګروملتونو استازي ګورډن براون هم ویلي و چې ملګري ملتونه په ‌دې لټه کې دي چې پر افغان نجونو بندیزونه د جنسیتي تبعیض یا « جنسیتي اپارټاید» په توګه په رسمیت وپېژني.

براون د افغان نجونو پر تحصیل او کار کولو محدودیتونه سرغړونې بللي او ویلي یې دي چې دا هم د جنسیتي تبعیض یوه بله بڼه ده.

د چارو یو شمېر نور څارونکي بیا وایي، نړیواله ټولنه په افغانستان کې اوسنی بشري وضعیت څاري او هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو پر سرپرست حکومت فشارونه زیات کړي.

د چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دوی سیاسي موخې او غرایض لري. غواړي د خپلو ګټو لپاره فشار راوړي او په دې سره خپل اهداف ترلاسه کړي.»

سرپرست حکومت تراوسه د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو تر د ې وړاندې یې په ځلونو ویلي چې افغان ښځو ته یې د شریعت له مخې ټول حقونه ورکړي دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې بیا ځل واکت ته له رسېدو وروسته، د اسلامي امارت سرپرست حکومت پر ښځو او نجونو یو لړ محدودیتونه ولګول چې له مخې یې ښځې له یو شمېر دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو په کور کېنول شوې او نجونې حق نه لري چې له شپږم ټولګي پورته زده کړې وکړي

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې
افغانستان

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026

وروستي خبرونه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist