Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/14

«روسیه او اسلامي نړۍ» ترسرلیک لاندې د کازان نړیوال کنفرانس ۱۶  مه  دوره د روسیې په کازان ښار کې پیل شوه.

دغه ناسته د اسلامي هېوادونو او روسیې ترمنځ د سوداګريزو، اقتصادي، علمي او فرهنګي اړیکو پیاوړتیا لپاره هر کال په مې میاشت کې ترسره کېږي.

په دې غونډه کې د افغانستان په استازولۍ د سرپرست حکومت د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې پر مشرۍ یوه پلاوي ګډون کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې ویاند نثار احمد الیاس وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې او اسلامي نړۍ په نوم د کازان نړیوال کنفرانس په ۱۶ پړاو کې د ګډون لپاره د روسیې کازان ښار ته سفر وکړ. نوموړی به د افغانستان اسلامي امارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په استازیتوب وینا کوي.  دغه کنفرانس به د روانې میاشتې تر ۲۸ نېټې ادامه ولري.»   

په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ سرپرست عبداللطیف منصور په ګډون هم د درېیوو ورځو لپاره د ازبېکستان انرژۍ پنځم نړیوال کنفرانس پیل شوی دی.

د دې وزارت ویاند مطیع الله عابد په یاد کنفرانس کې د ګډون موخه د سیمې پر کچه له انرژۍ د استفادې او همکارۍ جلبول یادوي.

عابد زیاتوي:« د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور او ورسره ملي پلاوي د ازبېکستان د انرژۍ پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه په درې ورځني رسمي سفر پلازمېنې تاشکند ته لاړ. ښاغلی منصور به په دې کنفرانس کې د نوې کېدونکې انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو او دغه راز د شته ننګونو په برخه کې خبرې ولري.»

د اقتصادي چارو شنونکو په باور، که سرپرست حکومت د یوې ځانګړې او ټاکل شوې موخې پر بنسټ په دې ډول ناستو کې ګډون کوي، کېدای شي دغه ناستې د افغانستان لپاره ګټورې تمامې شي.

د اقتصادي چارو شنونکی استاد مسعود وايي: « له اقتصادي پلوه ګاونډي هېوادونه له افغانستان د آبي امتیازونو اخیستلو هڅه کوي؛ افغانستان باید په بدل کې له دغو هېوادونو انرژيکي امتیازونه ترلاسه کړي. موږ له تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایران برېښنا واردوو، نو باید ټاکلي اهداف ولرو.»  

د سیاسي چارو شنونکي هم دې ډول ناستو ته خوښ دي او زیاتوي چې دا ناستې کولی شي د افغانستان د سیمې هیوادونو کې ځانګړی ځای خپل کړي او په دې ډول د سرپرست حکومت د رسمیت پيژندلو لپاره لار هواره شي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « د منځنۍ آسیا هېوادونه د سوېلي آسیا له هېوادونو سره او د افغانستان لوېدیځ هېوادونه له ختیځو هېوادونو سره د نښلولو زمینه برابره کړي. دا د افغانستان لپاره مهمه ده او که چېرې په راتلونکي کې د نړۍ له خوا پر رسمیت پېژندنه هم مساعده شي، ممکن یو دلیل یې همدا وي.»      

په داسې حال کې چې لا تراوسه سرپرست حکومت د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو استازي یې د سیمې پر کچه او نړیوالو ناستو کې ګډون کوي.

 د ځینو نورو شنونکو په باور دا په خپله د غیر رسمي تعامل بڼه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist