Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کار نړیوال سازمان: د روان ۲۰۲۲ کال تر جون به نږدې یو میلیون افغانان خپلې دندې له لاسه ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/20

د کار نړیوال سازمان په‌ خپل راپور کې افغانستان کې د بې‌ کارۍ کچه مخ په لوړېدو بللې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته دا حالت نور هم بد حالت ته روان دی.  

راپور کې راغلي، چې د روان زېږدیز کال تر جون میاشتې به نږدې یو میلیون افغانان خپلې دندې له لاسه ورکړي.

 د کار نړیوال سازمان د راپور یوه برخه:«  اوس وخت کې ډېری شرکتونه تر سخت فشار لاندې دي، ځکه په زرګونه افغانان کوښښ کوي،چې له هېواده وتښتي. د روان وضعیت دوام سره به د روان کال تر جون میاشتې پورې له ۷۰۰ زرو  تر ۹۰۰ زرو پورې افغان کاریګر خپلې دندې له لاسه ورکړي.»

ورته مهال یاد سازمان په افغانستان کې د نغدي پېسو له کمښت او د نا منظم بانکي سیستم څخه هم یادونه کړې، چې خلک او شرکتونه یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کار نړېوال سازمان ویلي،که څه هم د افغانستان اقتصاد تېرو څلورو لسیزو جګړو،وچکالۍ او د کورونا وبا ځپلی و، خو له افغانستانه د امریکا او ناټو ځواکونو بې نظمه وتلو او په ورته کې له یاد هېواد سره د نړیوالې ټولنې له خوا د مرستو درولو د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند لا وننګاوه،چې اوس یې باید د ژغورلو لپاره ګړندي اقدمات ترسره شي. 

د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان همغږی کوونکی رامین بهزاد وايي:« په افغانستان کې وضعیت نازک دی او د ثبات او بیا رغونې لپاره سمدستي ملاتړ ته اړتیا ده.»

د کار نړیوال سازمان په‌ خپل راپور کې د ښځو په اړه هم لیکي،چې د اسلامي امارت له   واکمنۍ وړاندې په هرو پنځه کاریګرو کې یوه یې ښځه وه،چې اوس یې خپلې دندې له لاسه ورکړي او زده‌کړو ته د نجونو لاسرسی محدود شوی دی.

اسلامي‌امارت تر اوسه د کار نړیوال سازمان راپور ته غبرګون نه دی ښودلی،خو څو ورځې وړاندې یې ډاډ ورکړی وه، چې دوه میاشتې وروسته  به د نوي کال پر لومړۍ ورځ  د ټول هېواد پر کچه د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي
افغانستان

اروپايي کمیسیون د اسلامي امارت له یوې تخنیکي ډلې سره د کډوالو پر ستنولو خبري کوي

مې 13, 2026
یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري
افغانستان

یوشیاویونګ: د ارومچي مذاکراتو بل پړاو باید عملي پایلې ولري

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

کابل کې د کرېکټ نړیوال لوبغالي جوړولو چارې پیل شوې

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist