Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی قطر ته تللی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست پر مشرۍ یو پلاوی قطر ته تللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/29

د کارو او ټولنيزو چارو سرپرست وزیر عبدالمنان عمري د یوه پلاوي پر مشرۍ د قطر پر رسمي بلنه دوحې ته تللی او هلته به له قطري چارواکو سره پر بېلابېلو موضوعاتو بحثونه او هوکړې وکړي.

د کاراو ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي، سرپرست وزیر به قطر کې د مېشتو افغان کاریګرو ستونزو ته د قانوني لارو چارو پر لټولو سربېره په یو لړ نورو موضوعاتو هم بحثونه  وکړي.

ابراهيمې زیاتوي: « د کار ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د سفر موخې قطر کې د مېشتو افغان کارګرو ستونزو ته د قانوني لارو چارو لټول او تر ټولو مهمه قطر ته د ماهرو او نیمه ماهرو افغان کارګرو د اعزام پروسه ده او په دې تړاو به د قطر شاهي هېواد د مسولو چارواکو سره هر اړخیزې خبرې اترې وکړي.»

ورته مهال د چارو شنونکي، په اوسنيو شرایطو کې قطر ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سفر اغېزمن ګڼي؛ خو ټینګار لري چې په هېواد دننه  دې هم مسلکي کسانو ته د کار کولو زمينه برابره کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « مسلکي، متخصصین او هغه ځوانان او کادرونو ته چې په تعلیم او تحصیل سمبال وي موږ افغانستان کې هم ډېره اړتیا لرو، په هره اداره، هره برخه او ارګان کې  موږ اړتیا ورته لرو، باید په کور دننه له دې ځوانانو کار وخېستل شي، تخصص یې په پام کې ونیول شي او کاري فرصتونه ورته زیات شي او هغه ځوانان چې دلته بیا له ګڼو ستونزو سره مخ دي، هغوی ته په بهر کې د کار زمینه برابر شي.»

د سیاسي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « موږ له دې هېواد سره که هر څومره اقتصادي برخه کې پياوړي شو او زیات قراردادونه ورسره لاسلیک شي، قطر افغانستان کې دننه پانګونه وکړي، کارخونې جوړې کړي او همدا ځوانان چې غواړي قطر ته لاړ شي هلته کار وکړي دوی ته به په افغانستان کې دننه د کار زمینه برابره شي.»

ځینې نور بیا په دې باور دي چې ګاونډیو هېوادونو  ته د کاریګرو استول د افغانانو پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی شي .

دوی وايي، دا چې په کور دننه بي روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه نه برابریږي، غوره دا ده چي ګاونډیو هېوادونو ته ولېږل شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد شاکر یعقوبي وايي: « کاري همکاري، د کارګرو تبادله او یا د کار په موخه نورو هېوادونو ته د کارګرو لېږد د سوداګرۍ په اصولو کې یوه مهمه موضوع یادېږي. افغانستان ته ډېر مهم د کاري فضا رامنځته کول دي او دا چې د افغانستان حکومت یا مسول چارواکي څه ډول کولی شي خلکو  ته د کار زمینه برابره کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « که موږ زیاتې پروژې ونه لرو، چې خپله قوه او خپل کارګر په کار باندې ولګوو؛ نو بیا ښه ده، عربي هېوادونو ته چې هغوی فزیکي قوې ته دېر زیاته اړتیا لري هلته ولېږل شي او د هغه هېواد اسعار هم افغانستان ته راځي نو زما په نظر پر اقتصادي لحاظ دا ښه کار دی.»

د کار او ټولنېزو چارو وزارت مسوولین وايي، د دي وزارت چارواکې هڅه کوي، چي د قطر په ګډون په یو شمېرو نورو هېوادونو کې هم بی روزګاره مسلکي او نيمه مسلکي کسانو ته کاري زمينه برابره کړي او د دولت پر کچه د هوکړې په اساس یې ولیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist