Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابېنې پرېکړه؛ د مخکیني حکومت  یو شمېر ادارې لغوه او ځنو کې بدلون راځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

د رئیس الوزرا محمد حسن اخوند پر مشرۍ د اسلامي امارت موقتې کابینې د پنجشنبې ورځ په ناسته کې د افغانستان د تېر حکومت ځینې ادارې لغوه کړي او په ځینو کې یې د بدلون امر شوی دی.

 

د کابینې  د پریکړې له مخې په پارلماني چارو کې د دولت او سولې چارو کې د دولت وزارتونو ترڅنګ د ټاکنو او ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیونونه هم له دې وروسته لغوه اعلان دي.

پریکړه کې د بشر حقونو خپلواک کمیسیون سرنوشت په اړه ویل شوي،چې فعالیت به کوي،خو په نوم کې به یې بدلون راځي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د کابینې له  تازه پریکړې هرکلی کوي،ځکه په وینا یې یوازې د سولې وزارت میلیونونه ډالر ولګول، خو هېڅ پایله یې نه درلوده.

شنونکی هاتف مختار وايي:« کوم وزارتونه چې تازه لغوه شوي دي، د افغانستان لپاره یې هیڅ ګټه نه کوله، بلکې د ملت له پیسو یې میلیونونه ډالر اخېستل او د څو اشخاصو جیبونو ته به تلل. دا پریکړه د ملي ګټو په رڼا کې شوې او هغه وزارتونه چې لاسته راوړنه نه لري،باید لغوه شي. د بشرحقونو کمېسیون څخه دفاع کوو او هېله مو ده،چې دا کمېسیونه ژر فعال شي.»

کابینې د چارو ادارې ته امر کړی  دی،چې په راتلونکې یوه میاشت کې دې د مالیې او نورو اړوندو ادارو په همغږۍ د لغوه شویو ادارو کارکوونکو د سرنوشت، معاشونو او منقولو او غیر منقولو جایدادونو په اړه اقدام وکړي.

دې سره چارو ادارې ته د بشر حقونو کمیسیون په نوم کې د بدلون لپاره هم دوه اوونۍ ضرب العجل ورکړل شوی دی.

شنونکی  توریالی ځاځی وايي:« د افغانستان اسلامي  امارت پریکړه یوه ښه پریکړه ده، په ځانګړې توګه د سولې وزارت،چې هېڅ لاسته راوړنه یې نه لرله. د بشر حقونو کمېسیون په مرسته اسلامي امارت کولی شي له نړیوالو کمېسیونونو سره اړیکه ټینګه کړي.»

د افغانستان اسلامي امارت ویاند  مرستیال انعام الله سمنګانی وایي، په اوس کې یادو ادارو ته اړتیا نه لیدل کېده،خو که اړتیا پیدا شوه،بېرته به فعالیت پیل کړي.

د لغوې په دې لړۍ کې ۸۵ هغه تشکیلات هم له منځه تللي دي، چې په کې د ولسمشر ځانګړي استازي او د ولسمشر او وزیرانو ستر سلاکاران شامل دي.

دې سره پریکړه شوې ده،چې د ملي شورا دارالنشاوې او پر  اساسي قانون د څار کمېسیون به ساتل کېږي او د پایتخت زون د پرمختګ اداره به د ښار جوړونې وزارت کې د معینیت په کچه ادغام کیږي.

اسلامي امارت له دې وړاندې د ښځو چارو وزارت لغوه کړې و او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته په کابینه کې ځای ورکړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist