Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل – کندهار پر لویه لاره خونړۍ ترافیکي پېښې؛ د دوو ترانسپورټي شرکتونو فعالیت وځنډول شو

د کابل – کندهار پر لویه لاره خونړۍ ترافیکي پېښې؛ د دوو ترانسپورټي شرکتونو فعالیت وځنډول شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/21

د کابل- کندهار لویه لاره د چهارشنبې پر شپه د دوو خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وه، چې له امله یې ۵۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړ او له ۶۰ زیات کسان په کې ژوبل شول.

له دې دوو خونړیو ترافیکي پېښو وروسته د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعالیت وځنډاوه.

ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت وايي، دغه شرکتونه د ټرانسپورټي اصولو د سرغړونې له امله تر امر ثاني پورې فعالیت نه شي کولی.

وزارت زیاته کړې:« د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د کورنیو چارو وزارت او د ټرافیکو له عمومي ریاست سره ګډه بېړنۍ ناسته کړې. په دې ناسته کې په لویو لارو کې د ټرافیکې پېښو پر مخنیوي بحث او اړینې پریکړې وشوي. په دې ناسته کې د دوو ټرانسپورټي شرکتونو فعاليتونه هم تر امرثاني پورې وځنډول شول.»

ورته مهال د کابل- کندهار په لویه لار د دوو ترافیکي پېښو ټپيان، چې اوس مهال د غزنې په ملکې روغتون کې بستر دي وايي، دا پېښه داسي مهال رامنځته شوه، چې موټروان له سوارليو د ډک موټر جلو خپل کلينر ته پرېښی و.

یو ټپي وايي:« بیخي بې احتیاطه موټر چلوي. دغو چرسیانو ته لومړی نه باید دغه شان سړک جوړ شوی وی. مجاهدیدن باید په هرو ۱۰۰ کیلو متره کې چک پاینټ واچوي او اجازه ورنه کړي، چې موټر ډېر تیز ولاړ شي.»

یو بل ټپي وايي:« موټروان شاګرد  ته موټر په لاس ورکړی و. موټروان ورته ناست و او شاګرد یې موټر په لاس ورکړی و. هغه موټر تېز چلاوه، نو په لاره د ګاز موټر په مخه ورغی او ټکر یې ورسره وکړ. کنټرول یې نه شو کړی او ټکر وشو.»

بلخوا د غزنې سيمه‌يیز چارواکي ادعا کوي چې د مسافر وړونکو موټرو چلوونکي د سفر پر مهال نشه‌يي توکي کاروي او بل دا چې په لويو لارو کې ټرافيکي نښې نشته.

د غزني اطلاعاتو او کلتور رئیس حمید الله نثار وايي:« هو! د ترافیکي اصولو نه رعایت هم د دغه شان پېښو یو مهم لامل ګرځي. همدارنګه عامه پوهای په دغه برخه کې ډېر اړین  دی. په موټرو کې سپاره زموږ هېوادوال هم ډېری وختونه موټر چلوونکي ته وايي چې د موټر سرعت تیز کړي، همدارنګه د موټرچلوونکي له لوري د ترافیکي اصولو نه مراعت ډېری وختونه د داسې پېښې لامل کېږي، همدارنګه لارې هم. خو خوشبختانه لارې اوس جوړې شوې دي، امید شته چې په راتلونکې کې د لارو پراختیا لپاره هم کار وشي.»

د غزني ترافیکو مدیر رهبر وايي:« معمولا ډېری وختونه چې پېښې شوې، له بده مرغه موږ چې له کوم موټروان تلاشي کړې، نشه يي توکي ورسره پيدا شوې. دغه ساحه کې اوس سړک هم جوړ دی، ډېری موټر چلوونکي ډېر سرعت سره موټر چلوي او تر ډېره همدا د پېښې لامل کېږي. »

د غزنې له پېښې وروسته، په سالنګ کې هم د پنج‌شنبې پر ورځ ټرافيکي پېښه شوې او په کې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 د پروان چارواکو ويلي، پېښه په جنوبي سالنګ کې رامنځته شوې او له امله یې د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist