Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

د کابل پولیسو له روزنیز مرکز ۴۰۰ پولیس فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/27

په کابل کې د پولیسو روزنیز مرکز څخه د ۲۸ افسرانو په ګډون، ۴۰۰ تنه پولیس سرتېري فارغ شول.

مسوولین دغه تازه فارغ شوي سرتېري چې یوه نیمه میاشت زده ‌کړې ورکړل شوې دي، د خلکو د امنیت ساتونکي او د ټولو اسلامي اوامرو د تطبیق مسوول ګڼي.

د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب وايي: « ما چې دې مراسمو، ستاسو حرکاتو او وړتیا ته وکتل، زه به دې باورمن شوم چې تاسو دغو مسلمانانو ته چې تاسو ته په تمه دي او پر موږ تاسو باور لري، دوکانونه بندوي او ماښام خپلو کورونو ته ځي او یا په خپلو کورونو کې په آرامه استراحت کوي او خپل سفرونه شپه او ورځ کوي، دا چې په موږ او تاسو مطمئن دي، نو واقعا ً دا خلک باید مطمئن شي؛ ځکه چې په تاسو کې الحمدالله دا ظرفیت شته چې د خلکو د سر او مال حفاظت وکوئ.»

یو تن تازه فارغ شوی پولیس سرتېری وايي: « نظامي برخه کې، د اصول نامې په برخه کې، د تکتیک په برخه کې، همدارنګه د جرمي جرایمو یا د حقوقي قضیو په برخه کې مو زده کړې وکړې او هغو برخو کې مو ښه پرمختګ وکړ چې په خوا مو کمبودي لرله.»

یوبل سرتېری وايي: « موږ په دې ۴۵ ورځني معسکر کې ډېر څیزونه زده کړل او کولی شو د افغانستان ملت ته ښه خدمتو کړو. دا ښکاره خبره ده چې هغه کسان له یوبل سره توپیر لري چې معسکر یې کړی یا نه دی کړی. نور مجاهدین هم معسکرونو ته استول کېږي، ترڅو ټول مسلکي زده کړې وکړي.»

تازه فارغ شوی بل سرتېری وايي: « د کابل ولس ته مو دا پیغام دی چې ترڅو زموږ په وجود کې ساه وي، ستاسو له سر، مال او ناموس حفاظفت کوو، جرمونو ته به اجازه نه ورکوو او شپه ورځ به ستاسو خدمت کې یو.»

د کابل والي په دغو  مراسمو کې فارغ شوي سرتېري مکلف ګڼلي چې باید له خپلو زده ‌کړیو مهارتونو څخه د دین او د خاورې دښمنانو په وړاندې استفاده وکړي.

د کابل والي امین الله عبید وايي: « د کورنیو چارو وزارت د ولسونو ډېر مسوولیت پر اوږو باندې لري، په ځانګړې توګه امنیتي چارې چې ټولې دوی ته سپارل شوې دي. د ولس مسوولیت، د ولس امنیت او د ولس سوکالي ټوله امنیتي چارو ته سپارل شوې. موږ هر یو د دې مسوولیت لرو لکه څرنګه چې په نظام کې مهم ارګان او وزارت دی او ډېره توجه هم ورته شوې ده، نو هر یو مسوولیت لري د خپل مسوولیت له اندازې هم زیات کوشش وکړي او د ولس امنیت وساتي.»  

د کابل پولیسو روزنیز مرکز د مسوولینو په خبره، دغو تازه فارغ شویو سرتېرو ته د سپورټ، امنیتي اصولو، د پولیسو حقونو او نورو نظامي برخو کې یوه نیمه میاشت زده کړې ورکړل شوې دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي: « له نېکه مرغه په تېرو څو کالو کې د کابل امنیه قوماندانۍ له روزنیزو پروګرامونو څخه ګڼ شمېر مجاهدین تر عقیدتي، مسلکي او عملي زده کړو وروسته فارغ شوي دي. دوی ته د دغه شان زده کړو په جریان کې د ښاري ګرزمې، په چک پاینټونو له خلکو سره د نېک چلن، لازمې تلاشۍ او بېلابېلو وسلو د استعمال تکتیکونه ورښودل شوي دي. په ورته وخت کې له دې ډول مسلکي زده کړو ترلاسه کولو وروسته د پولیس په چلن کې ډېر لوی تغییر محسوس شوی دی.»

په کابل کې د پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۸۲ تنو افسرانو په ګډون ۴۰۰ تنه تازه فارغ شوي پولیس سرتېري د همدې حضرت حمزه معسکر له اتمې دورې څخه فارغ شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist