Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل پولیسو تېره یوه اونۍ کې ۱۱۲ مجرمین نیولي دي

admin by admin
2020/01/16

په تېرې یوې اونۍ کې یو سله دولس مجرمین نیول شوي، چې په بېلابېلو جرمونو کې لاس درلود.

وروسته له هغې چې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراف لوړ شو، اوس د کابل پولیس د ښار په بېلابېلو څنډو کې د مجرمینو د نیولو په لټه کې دي.

کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تېرې یوې اونۍ کې د امنیتي ځواکونو په هڅو کې ۱۱۲ بېلابېل مجرمین نیول شوي، چې ځینې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

د کورونیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې په کابل ښار کې د تېرو ورځو په پرتله د جنايي جرمونو ګراف ټيټ شوی او د مجرمینو د نیولو لړۍ په جدیت روانه ده.

د ولسي جرګې غړي د ښار اوسنی امنیتي وضعت نسبي ښه بولي او غوښتنه لري، چې نیول شوي کسان دې په سزا ورسول شي.

ښاریان له حکو مت څخه غواړي، چې د مجرمینو د نیول عملیات دې لنډ  مهال نه وي.

د کابل ښار اوسیدونکي داسې وايي (( موږ د پولیسو له دې اقدام هرکلی کوو، خو غوښتنه مو دا ده چې دغه عملیات دې دوامداره او جاري وساتي،،،، پولیسو خو له دې مخکې هم ورته عملیات کړي مجرمین یې نیولي خو ډيری مجرمین ژر ازاد شوي دي موږ غوښتنه کوو چې نیول شوي کسان دې په سزا ورسوي.))

نیوکه داده چې امنیتي حوزو کې د نا مسلکي کسانو ګمارنه او یو شمېر امنیتي کسانو د غلو سره لاس یو کول او دنده کې ناغېړي هغه څخه دي چې  د کابل ښار امنیت یې ګډوډ کړی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل ښار کې د جنايي جرمونو ګراف راټيټ شوی او د نورمجرمینو د نیولو لړۍ دوام لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist