Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل په اړه د اسلام‌اباد پالیسي، نه بدلېدونکې ده

admin by admin
2019/06/23

پاکستان کې د افغان سولې په نوم له غونډې وروسته کابل کې باور دا دی، چې د پاکستان پالیسي د افغانستان په اړه نه بدلېدونکې ده.

په مسکو کې د بین الافغاني ناستې په دوام داځل پاکستان د افغان سیاسیونو د یوې ناستې کوربه و، هغه ناسته چې د جګړې اصلي لورو په کې برخه نه ده اخیستې خو خبرې په سوله شوي دي.

د پآکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، اوس د سولې تازه هڅو نوي چانسونه برابر کړي دي او له هرې هڅې باید ګټه پورته شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي داسې ویلي (( زموږ د ګډ دښمن له لوري د بې باورۍ رامنځته کولو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکو باندې اغېز پرېوتی دی، د ملامتۍ لوبې موږ سره مرسته نه ده کړې، دا اړینه ده چې له دغو منفې بېلګو لرې اوسو.))

له دې سره د امنیت شورا پخواني سلاکار حنیف اتمر ویلي،دغه غونډه باید په یوه پروسه بدلې شي خو دا سلسله نه باید د دولتي اړیکو جلا وي.

هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اکشن پلان په پلي کېدو هم ټینګار وکړ چې د ده په وخت کې لاسلیک شوی و او کابل کې د نیوکو سره مخ و.

خو پاکستان کې د دې غوندې په اړه تحلیلونه له دې امله منفي دي چې دغه هېواد غواړي یوازې امریکا ته پیغام ورکړي چي ګڼي د افغانستان په اړه یې پالسي بدله کړې، په داسې حال کې چې د کابل په اړه د اسلام اباد تګلاره تل تېر ایستونکې او دوه مخې وه.

د والیانو د ټولنې مشر عبدالله هېواد داسې وايي (( زه فکر نه کوم چې د پاکستان پالیسي بدله شي، پاکستان به بدل شي د پاکستان حکومت چارواکي به بدل شي خو د افغانستان په تړاو د پاکستان پالیسي چې یوه تروریستي پالیسي ده هیڅکله به بدله نه شي.))

په افغان سوله کې د پاکستان رول له دې امله ګټور بلل کېږي چې په وسلوالو طالبانو نفوذ لري او له دوی سره مرستې کوي، خو له دې ډول ناستو موخه دا ګڼل کېږي، چې پاکستان غواړي د سولې په پروسه کې خپلې ګټې خوندي کړي او سیاسیون د دې لپاره وکاروي چې افغانستان کې د پاکستان پرخلاف منفي ذهنت مثبت کړي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند داسې ویلي (( په ټوله کې ددغسې سفرونو او ملاقاتونو ګټه پاکستان ته رسیږي،، پاکستان په خپلو منافقانه او دوه رنګو سیاستونو سره په استفاده باندې غواړي افغانستان سره د پیشو او موږګک لوبه وکړي.))

ټاکل شوې له پاکستان د ناستې وروسته طالبان او پخواني مجاهدین په دوحه کې یو پر یو خبرو ته کېني.

انګیرنې دا دي چې امریکا غواړي طالبانو سره سوله د افغانستان د اوسني نظام پر بنسټ ایښودنکو وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist