Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل نړیوال هوايي د مخکیني حکومت ښځېنه کارکوونکې بېرته دندو ته ګرځېدلي

admin by admin
2021/09/13

د اسلامي امارت له لوري د کابل نړیوال هوايي ډګر له پاره هغه ښځينه کارکوونکې خپلو دندو ته غوښتل شوي،چې مخکې يې په محلي ترمينل کې د داخلي الوتنو پر وخت پلټنه تر سره کوله.

 د هوايي ډګر ښځېنه کارکوونکې بیا  وايي، خوشاله دي،چې بيا خپلو دندو ته راوغوښتل شوي، خو په خبره یې  ډاډ یې ترې  نه دی ترلاسه کړی،چې تنخوا ورکول کېږي  او که نه؟

د کابل هوايي ډګر یوه کارکوونکې انيسه  وايي:« کله چې موږ له خپلو دندو څخه رخصت شولو، زموږ ټول کارمندان ډېر ناراحته ول او ښه احساس مو نه کاوه. کله چې موږ بېرته خپلو دندو ته وغوښتل شو، نو اوس ډېر خوشاله يو او کارونه مو په ښه جوش د پخوا په شکل روان دي. نورې ستونزې نشته، خو یوازې د معاش ستونزه مو ده،چې بايد زر راکړل شي.»

محلي ترمينل کې د مسافرو د پلټنې برخې مسوول وايي، هېڅ ډول تخنيکي ستونزه نه شته، هوايي ډګر هرډول الوتنو ته چمتو شوی،خو په خبره یې، هغه کمپنۍ چې د دوی معاشونه یې ورکول اوس له هېواده بهر تللې او د خپلې تنخواه په اړه اندېښنه لري.

هوايي ډګر کې د محلي ترمينل کارکوونکی سيف الرحمن وايي:« زموږ يوازنۍ د کارکوونکو هغه کمپنۍ ده،چې تللې، اوس د دوی د معاشونو مشکل دي، چې دا معاشونه رفع شي، نور موږ هېڅ مشکل نه لرو، چک برخه کې د ايکسرۍ ماشينونه او د فلزاتو د کشف دروازې ټولې فعاله دي. کارکوونکي ښځې او نارینه دواړه راځي.»

کابل هوايي ډګر څخه همدا نن کندهار ته الوتنه ترسره شوه او مسافر خوښ وو،چې کورنۍ الوتنې په عادي ډول پيل او ترمينل ته ښځينه کارکوونکې راغوښتل شوي دي.

یو تن  مسافر  وايي:« يو شی،چې ښه خبره ده او تر سترګو کېږي، تقريبا هغه ښځينه کارکوونکي تر سترګو کيږی، نو ښځينه کارکونکي،چې تر سترګو کېږی،ځکه ايرفوټ کې ښځينه او نارينه دواړه تر سترګو کېږي او تګ راتګ کوي، نو د همدې له پاره پکار ده،چې د خدماتو له پاره هم ښځينه وي او هم نارينه وي.»

ترښځينه کارمندانو يوه ورځ وړاندې هوايي ډګر ته هغه سرحدي ځواکونه هم غوښتل شوي ول،چې پخوا يې په هوايي ډګر کې دنده تر سره کوله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist