Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل منډوي کې اورلګېدنې ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

د کابل منډوي کې اورلګېدنې ۴۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

یکشنبه سهار وختي د کابل په زړه کې د اور لمبې او لوګي لیدل کېدل چې وروسته څرګنده شوه علت یې منډوي کې دننه د میرعلم په نوم د بوټونو او څپلیومارکېټ کې اورلګېدنه ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دې اورلګېدنې علت د برېښنا شارټي وه او په خبره یې پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست له لوري یې په وخت د پراخېدو مخه ونیول شوه. د دې وزارت مسوولان د اورلګېدنې اټکلي زیان ۷۰۰ زره امریکایي ډالر بولي چې معادل يې شاوخوا ۴۲ ميليون افغانۍ کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: « د کابل په منډوي ساحه کې سهار نه بجې د څپلیو او بوټانو په مارکېټ کې د برېښنا شارټۍ له امله چې کومه اورلګېدنه رامنځته شوې وه، پېښو ته د رسېدو او اور وژنې لوی ریاست منسوبینو په وخت خپل ځانونه ورسول، اور یې مهار کړ او د لا ډېرو زیانونو مخنیوی یې وکړ. د دې اور لګېدنې زیان شاوخوا ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو ته رسېږي، خو بله خوا د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د نورو توکو له سوځېدو مخنیوی شوی.»

په سیمه کې مؤظف پولیس صفي‌الله وایي: « څلور بجې حوزې ته ټیلفون وشو او د اور وژنې خبر راکړل شو. حوزې له اطفایې سره اړیکه وکړه او په لاره کې شته ټولو پوستو ته خبر ورکړل شو چې لارې خلاصې کړي. کله چې اطفائیه ورسېده اور یې ژر تر ژره مړ کړ.»

د کابل د هټۍ ‌والو ټولنې مسوولان که څه هم د اوښتي زيان کچه لوړه بولي، خو پر وخت د اطفايې ور رسېدل د یادې اورلګېدنې د لا زیاتو زیانونو او پراخېدو مخنیوي اصلي لامل بولي.

د هټۍ ‌والو ټولنې استازی زلمی وايي: « شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ دوکانونو اور اخیستی او بشپړ سوځېدلي. د اطفايې او حوزې مؤظفین ډېر فعال وو او اور یې مړ کړ. که داسې نه وای شوي، شاید ټول سرای او شاوخوا نور سرایونه هم سوځېدلي وای.»

د میرعالم مارکېټ رییس روح‌الله وايي: «  د برېښنا جین بکس چاودنه کړې او له امله یې چپلکو او بوټانو اور اخیستی. زموږ څلورو تنو ګاردانو ډېره هڅه کړې، خو د اور په وژلو نه دي بریالي شوي. دوی ترهغو اور کنټرول کړ چې اطفائیه ورسېده. د خدای فضل دی یوازې ۲۰ سلنه سرای سوځېدلی، پاتې وژغورل شو.»

یو شمېر زيانمن هټۍ‌وال چې له اورلګېدنې وروسته اوس په ایرو او خټو کې خپل خوندي پاتې توکي لټوي؛ په اوښلنو سترګو د یادې پېښې کیسه کوي.

هټۍ ‌وال حکمت‌الله وايي: « اطفائیه په وخت را ورسېده او اور یې مړ کړ، یوازې ۲۰ سلنه توکي سوځېدلي. که دوی په وخت نه وای راغلي، ټول مارکېټ او نور مارکېټونه هم سوځېدل.»

هټۍ وال سید عزیز سادات وايي: « د لومړۍ حوزې له آمر او د اطفایې له ټیم څخه مننه کووم چې اور یې مهار کړ او پرې نه ښود چې ټول مارکېټ وسوځوي، کنه میرعلم څه چې ټول منډوي سوځېدله. د دې ډول موادو اور مړ کول اسانه کار نه دی.»

ډېر کله دا ډول اورلګېدنې له برېښنایي وسایلو سره د ناپامۍ له امله رامنځته کېږي. حکومت بیا پر لویو سوداګریزو ودانیو سربېره کورونو کې هم د اورلګېدنې له امله د لوړې کچې احتمالي زیانونو مخنیوي لپاره د اور وژنې لومړنیو وسایلو پر درلودلو ټینګار کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist