Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل اوسېدونکي د برېښنا پرچاوۍ له زياتېدو شکايت کوي

د کابل اوسېدونکي د برېښنا پرچاوۍ له زياتېدو شکايت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/24

هر کال د ژمي په را رسېدو سره په کابل او ولايتونو کې د برېښنا پرچاوي زياتېږي او په يوه شپه ورځ کې پر خورا کمې برېښنا بسنه کوي.

خو سږکال له يوې خوا د بې روزګارۍ او ټيټ اقتصاد او له بلې خوا د سون توکو لوړو بيو له امله، د خلکو د ستونزو کچه څو برابره لوړه شوې.

د کابل اوسېدونکي وايي، په داسې حال کې چې ژمي ته لا هم يوه مياشت پاتې ده، خو د يخنۍ له زياتېدو سره سم، د برېښنا پرچاوي زیاته شوې.

دوی زیاتوي چې په يوه شپه ورځ کې يوازې ۵ او يا هم ۶ ساعته برېښنا لري او دغه اندازه ورته بسنه نه وي.

دوی د برېښنا پرچاوۍ ترڅنګ د سون توکو د بیو لوړوالی، بېروزګاري او کمزوی اقتصاد د خپلو ستونزو اصلي لاملونه بولي او په خبره يې، نه شي کولی د يادو ستونزو له امله په ژمي کې خپل کورونه تاوده وساتي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: «برېښنا راشي دوه یا دری ساعته وي او بېرته لاړه شي. موږ له طالبانو غواړو چې برېښنا راجوړه کړي ځکه چې د اوبو او ګرمولو لپاره ورته اړتیا لرو.»

د ښار یوه اوسېدونکې هم د برېښنا له ډېرې پرچاوۍ شکایت کوي: «خلک د دې وس نه لري چې لرګي یا سکاره واخلي، یوازې برېښنا ده چې کولی شي خپلې بخارۍ روښانه کړي. ځینې کسان د برېښنايي بخاریو په وسیله صندلۍ جوړوي، نو د همدې لپاره دایمي برېښنا ته اړتیا ده.»

له دې سره صنعتکاران هم د برېښنا پرچاوۍ له امله شکايت کوي. د صنعتکارانو ټولنې مشر عبدالجباری ساپی وايي، د برېښنا پرچاوۍ زياتوالي د توکو د تولید کچه اغېزمنه کړې.

هغه په دې اړه وايي،: « د افغانستان د صنعت لپاره برېښنا ډېره مهمه ده او د ملا تیر رول لوبوي. دا مهال په کابل او ولایتونو کې موږ د شپې او نیمه ورځ برېښنا لرو. زما غوښتنه دا ده چې که موږ ټوله ورځ برېښنا ولرو، کارونه به ډېر ښه شي. له چارواکو غوښتنه کوم چې د برېښنا لپاره منظم پلان جوړ کړي ترڅو صنعتکاران متضرر نه شي.»

په همدې حال کې مسوولین وايي، په منظمه توګه د برېښنا د وېش او دغه راز له کورنيو سرچينو د برېښنا د تولید کچې د زياتوالي پر پلان کار روان دی.

د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله ميوندي وايي: « د دې ترڅنګ چې د افغانستان برېښنا شرکت د منظمې برېښنا رسولو لپاره هڅې کوي، پر دې هم کار روان دی چې د برېښنا داخلي تولید کچه لوړه کړو. په دې وروستیو کې له درې ګونو کارخونو د اعظمي ګټې اخیستنې لپاره په دې بریالي شوي یو چې د داخلي تولید کچه یوه اندازه لوړه کړو ترڅو هېوادوالو ته زیاته اندازه برېښنا ورسېږي.»  

د اوبو او نرژۍ وزارت وياند مطيع‌الله عابد وايي: « په ټوله کې اته بندونه تر کار لاندې دي چې د اوبو د مدیریت ترڅنګ به برېښنا هم تولید کړي. د لمریزې برېښنا په برخه کې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. افغانستان کې د لمریزې برېښنا ظرفیت دا مهال ۵۵ مېګاواټو ته رسېږي.»  

د برېښنا کموالی د کابل اوسېدونکو پر تلپاتې ستونزه بدل شوی. که څه هم چارواکو له بهر په زياته پيمانه د برېښنا د واردولو ژمنه کړې، خو خلک وايي دا ژمنه تر اوسه هم نه ده پوره شوې.

دوی له سرپرست حکومت غواړي چې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه په اساسي توګه حل کړي او د بندونو په جوړولو، له کورنيو سرچينو د برېښنا توليد لپاره د پانګونې جلب ته جدي پاملرنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist