Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل امنیه قومانداني: چانیزو عملیاتو کې سلګونه میله وسلې ترلاسه شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/02

په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د اسلامي امارت له لوري د کور په کور د پلټنې عملیات لاهم دوام لري.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په پیل شویو عملیاتو کي د کابل له بېلابېلو سیمو ګڼ شمیر وسلې، زرهي موټر او یونفرمونه  ترلاسه شوي دي. 

 د ځدراڼ په خبره،په دې عملیاتو کي یوازې د څلورمې حوزې اړوند ۴۵۰ میله وسلې ترلاسه شوي.

 ځدراڼ زیاتوي:« د کابل له بېلابېلو برخو زیاتي وسلې ترلاسه شوي دي. یوازې د څلورمې حوزې اړوند ۵۴۰ میله وسلې ترلاسه شوي دي او عملیات لاهم دوام لري.» 

ځدراڼ د هغو ادعاوو په تړاو چي ښځینه پولیسې په تلاشۍ که نشته وايي،یوازې په هغو کورونو،چې  زیات شک نه وي،ښځینه پولیسې له ځان سره نه بیايي.

هغه زیاته کړه:« موږ په هغو ساحو کې چې ښځینه پولیس نه ورځي،پرهغو کورونو باندې شک نه لرو او نه یې پلټو. کله چې صندقونه پلټو،بیا ښځینه پولیسې را غواړو.» 

د بښني نړیوال سازمان په یوه ټویټ کي ویلي، اسلامي امارت دې پیل شوي عملیات ودروي،ځکه سرتېري د خلکو کورونو ته په زور ورځي.

د بښنې نړیوال سازمان د ټویټ یوه برخه:« کابل کې د طالبانو له خوا د کورونو تلاشي باید زر تر زره  ودرول شي. راپورونه وایي،طالبان پر زور د خلکو کورونو ته ننوځي او د هغوی شخصي حریم تر پښو لاندې کوي. د کورونو او لوښو نظم ګډوډوي او کورنۍ ځوروي.» 

د کابل امنیه قوماندانۍ د بښنې نړیوال سازمان د ادعا په تړاو بیا وايي، پیل شوي عملیات د خلکو په غوښتنه دي او د نړیوالو عملیاتو په څېر نه دي،چي د خلکو پر کورونو چاپه ووهي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist