Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د چین ولسمشر: د پېړۍ موخې ته رسېدلي یو

admin by admin
2021/07/01

د چین ولسمشر شي جین پينګ د پلازمېنې بېجینګ ټيانمېن څلور لارې کې  د کمونست ګوند د سلمې کالېزې نمانځنې  په اړه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، هېواد یې د پېړۍ موخه ترلاسه کړې او په خبره یې ټولو اړخونو کې د منځنۍ کچې ټولنې پر جوړولو بریالي شوي.

ولسمشر شي وايي:« نن د جولای لومړۍ نېټه ده. دا د چین کمونست ګوند او د چین د ملت په تاریخ کې ځانګړې او ستره ورځ ده. موږ دلته راټول شوي یو،چې د ګوند ټول غړي او د چین د هرې ډلې خلک د ګوند سلمه کلېزه ونمانځي. شا ته وګوري،چې د ګوند تېر سل کاله په هڅو کې تېر شوي دي او راتلونکي ته وګوري،چې د چین  نوي کول په کې نغښتي دي.»
په ورته وخت کې ولسمشر شي وايي، د راتلونکې پېړۍ موخه یې د یوې سترې عصري سوسیالې ټولنې جوړول دي.

ولسمشر شي زیاته کړه:« په دې ځانګړي فرصت  کې دا ډېر د ویاړ ځای ګڼم،چې د ګوند او د خلکو په استازیتوب اعلان کوم،چې د دوامداره هڅو پر مټ ټول ملت او ګوند کړي دي. موږ د دې پېړۍ موخه چې له هر اړخه د منځنۍ کچې سوکاله ټولنې را منځ ته کول وو، په رېښتیا بدله کړې ده. د دې خبرې مانا دا ده،چې موږ په چین کې د بېوزلۍ ستونزې له پاره تاریخي حل موندلی دی. موږ اوس مهال د چین د بلې پېړۍ د موخې پر لور ځو،چې هغه په ټولو برخو کې د یوې سترې عصري سوسیالېستي ټولنې جوړول دي. دا د چین ملت او کمونست ګوند له پاره ستره او عظیمه لاس ته راوړنه ده.»

د چین کمونست ګوند چې د نړۍ پر سطحه تر ټولو ستر واکمن ګوند هم بلل کېږي، له ۹۵ میلیونو ډېر غړي لري او سل کاله وړاندې یې د بنسټ ډبره اېښودل شوې.

دا ګوند د ۱۹۲۱زېږدیز کال په جولای میاشت کې تاسیس شوی وو،چې ۱۲ تنو په کې د پنځوسو غړو استازیتوب کاوه، لومړی کانګرس یې د هماغه کال د جولای په وروستیو کې پټ ترسره کړ او وروسته یې د جولای لومړۍ نېټه د تاسیس نېټه یاده شوه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist