Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د چین ولسمشر د افغانستان سفیر باور لیک ومانه

د چین ولسمشر د افغانستان سفیر باور لیک ومانه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/02/01

د چین لپاره د افغانستان د حکومت ځانګړي استازي او سفیر اسدالله بلال کریمي د یو لړ رسمي مراسمو پرمهال د دغه هېواد په پلازمېنه بېجینګ کې خپل باور لیک چیني چارواکو ته وړاندې کړ.

په دغو مراسمو کې چې د ۴۱ نورو هېوادونو سفیرانو باور لیکونه هم د چین ولسمشر له لوري ومنل شول، په بېجینګ کې یې د افغانستان د سفیر باورلیک هم ومانه.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل وايي: « د چین ولسي جمهوريت ولسمشر شي جین پينګ  د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د مولوي اسدالله بلال کریمي باور لیک ومانه. د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په لړ کې په بېجینګ کې د خلکو لوی ګډون کې خپل باورلیک د چین ولسمشر شي جین پينګ ته وړاندې کړ.»

د چین له لوري په رسمي توګه دغه هېواد کې د افغانستان د نوي نظام سفیر منل د سیاسي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د کابل لپاره ستر پرمختګ یادیږي.

 د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په تېرو دوه نیمو کلونو کې دا لومړنۍ ستره سیاسي لاسته راوړنه ده، چې کابل یې ترلاسه کوي.

دوی وايي،  د چین له لوري د افغانستان سفیر د باور لیک منل د نااعلان شوي رسمیت پېژندنې په مانا ده؛ خو د چین مخینې ته په کتو پر بېجینګ زیات باور کول پکار نه دي.

د سیاسي چارو کارپوه قریب الرحمان شهاب وايي،: « په افغانستان کې یو مسوول او ځواب ویونکی حکومت هم د نړۍ یوه منطقي اړتیا ده او هم د افغانانو غوښتنه ده. اوس چې چین په دې برخه کې یو ګام وړاندې تللی، زما په نظر دا یو ډول نا اعلان شوې رسمیت پېژندنه ده؛ خو پر چین ډېر باور نه دی په کار، د چین تېر ته په کتو افغانستان نه شي کولی په دې هېواد باور وکړي، ځکه نه یې له افغانستان سره کومه لویه مرسته کړې او نه یې په بهرنیو پالېسیو کې کوم پياوړی او اغېزناک رول درلوده»

 

د ساسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: « دا اسلامي امارت ته له دوه نیمو کلونو وروسته یوه مهمه لاسته راوړنه ده، اوس پوښتنه دا ده چې چینايي بانکونه چې په نوره نړۍ کې ټرېلیونه ډالره معاملې لري، ایا په افغانستان کې رسمي او مستنده پانګونه پیلوي او که اوس هم له نړیوالو بندېزونو وېره لري.»

امریکا بیا د چین دغه اقدام ته په غبرګون کې ویلي، که څه هم باور لري چې د اسلامي امارت حکومت د رسمیت پېژندنې په برخه کې په خپلو اصولو ولاړ دی؛ خو د خپلې وروستۍ پرېکړې په تړاو باید وضاحت ورکړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر وايي، که د افغانستان اوسنی حکومت غواړي چې په رسمیت وپېژندل شي؛ نو باید د ښځو او نجونو د زده کړو او کار حقونه ورکړي.

میلر زیاته کړې:« دا چې طالبان اوس د حکومت واکمنان دي او د نجونو پر زده‌کړو یې بندیز لګولی، موږ یې مخالف یو او که طالبان غواړي، چې نړیواله رسیمت پېژندنه لاسته راوړي، باید د ښځو او نجونو د زده‌کړو حقونه ورکړي او دا هغه مهمې برخې دي، چې له دوی سره په رسمیت پېژندنه کې مرسته کوي. د دې ترڅنګ د چین په اړه زه کومه ځانګړې تبصره نه شم کولی؛ خو دا ویلی شم، چې چین د طالبانو په رسمېت پېژندنه کې پر خپلو اصولو لا ولاړ دی او د خپلې وروستۍ پرېکړې په تړاو باید وضاحت ورکړي.»

بلال کریمي چې شاوخوا دوه نیم کاله یې د اسلامي امارت د عمومي ویاند مرستیال دنده درلوده د تېر کال په ډسمبر میاشت کې د چین لپاره د افغانستان سفیر په توګه وټاکل شو.

د چین، ایران، روسیې او له پاکستان سربېره په ۱۷ هېوادونو کې د افغانستان اوسنی حکومت سیاسي استازوالۍ لري او برعکس بیا د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي هېوادونو د همکارۍ نړیوالو سازمانونو ترڅنګ ګڼ هېوادونه په کابل کې فعال سفارتونه لري، چې په نړیوالو حقوقو کې دغه ډول اړیکو ته خاموشه رسمیت پېژندنه ویل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist