Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ځکمني ترانسپورټ انسجام شورا: ترانسپټورټ وزارت بار وړونکو موټرو ته چوپړتېاوې نه شي وړاندې کولائ.

admin by admin
2021/06/02

 د ځمکني ترانسپورټ د انسجام شورا نیوکه کوي،چې  د ترانسپورټ وزارت بار وړونکو موټرو ته منظمې چوپړتیاوې نه شي وړاندې کولائ.

د یادې  شورا غړو په یوه غونډ پر  حکومت غږ وکړ٬چي اوسني د ترانسپورټ وزارت مسوولین دي له دندو لېري کړي، ځکه فساد ته یې زمینه برابره کړې او نه شي کولائ د بار وړونکو موټرو ستونزي هوارې کړي.

د ځمکني ترانسپورټ د انسجام شورا مشر طلامحمد اتمانزی وايي: « د اوسني ترانسپورټ مسوولین دې له دندو لېرې کړی شي، دوی د وزارت امتیازات خوري، خو چوپړتېاوې  یې صفر دي.  د افغانستان ولسمشر، لومړی مرستیال   او د هېواد ټول وګړي پرې خبر دي. »

 د ځمکني ترانسپورټ د انسجام شورا مرستیال محمد نبي افغان وايي: « د ترانسپورټ وزارت کې باید مسلکي کسان شتون لري، ترڅو زموږ غږ واوري او ستونزو ته مو رسېدنه وکړي.»

د یادې شورا مشر اتمانزی وايي، د مسافر وړونکو موټرو ۷۰ سلنه عواید هم د ترانسپورټ وزارت د کارکوونکو له لوري حیف او  میل کیږي.

بل خوا ترانسپورټ وزارت بیا د ځمکني ترانسپورټ د انسجام شورا نیوکي بې ځایه ګني او دوي خپله د پیسو په غیري قانوني اخازیو تورنوي.

د یاد وزارت ویاند حکمت الله قوینج وايي: «  په دې وروستیو کې د ځمکني ترانسپورټ انسجام په نوم شورا  کې یو شمېر کسان راټول شوي، چې دوی په خپله غیر قانوني چارې ترسره کوي. »

وړاندې هم موټر چلونکو د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کي شاوخوا پنځه ویشت ورځي کار بندیز  وکړ، د دوی لویه نیوکه همداوه چې پولیس په لویو لارو کې ترې په غیر قانوني ډول پیسې اخلی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist