Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بښنې نړیوال سازمان د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو تړلو دوام له نړیوالو قوانینو سرغړونه بللې

د ځوانانو نړیواله ورځ؛ ځوانان له سرپرست حکومته د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/13

د اګست ۱۲مه د ځوانانو نړیواله ورځ ده. د هېواد په لوېدیځو ولايتونو کې ګڼ شمېر ځوانان له شته ستونزو شکایت کوي او له حکومتي چارواکو یې د حل غوښتنه کوي.

د دوی په خبره، د کاري فرصتونو کمښت، اقتصادي ستونزې او د بېوزلۍ ډېرېدل د دې لامل شوي، چې ډېر شمېر لوستي ځوانان بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي.

د هرات یو تن اوسېدونکی شریف احمد وايي: «اقتصادي ستونزې د ځوانانو پر وړاندې لوی خنډ دی او د دوی د پرمختګ مخه نیسي. موږ په داسې ناورین کې راګیر یو، چې هېڅوک زموږ په اړه فکر نه کوي، بلکې خپله باید خپلې ستونزې هوارې کړو.»

 د فراه ولایت یو تن اوسېدونکی معین په دې اړه وايي: « اوس مهال ترټولو لویه ننګونه د ځوانانو او تحصیل لرونکو کسانو لپاره د کاري فرصتونو نه شتون دی. ډېری ځوانان او لوستي کسان د پاسپورټ ریاست په قطارونو کې ولاړ دي او بهر ته د تلو نیت لري.»

د لوېدیځو ولايتونو ځوانان، نجونې هم د ځوانانو په کتله کې شاملې ګڼي او د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کوي.

د هرات  یو تن اوسېدونکي عبدالهادي وايي: «نن موږ په داسې حال کې د ځوانانو ورځ نمانځو، چې زموږ د ټولنې نیمايي برخه یعنې ښځې او نجونې په کور ناستې دي او د زده کړو په ګډون له خپلو اساسي حقونو بې برخې دي.»

همدارنګه د بادغیس ولایت اوسېدونکی احمد یاسرهم وايي: « د علم زده کړه پر نارینه او ښځینه دواړو فرض ده او ښکاره خبره ده، چې څومره ژر کېږي باید د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې شي، ترڅو هغوی هم له زده کړو برخمنې شي.»

چارواکي هم د کاري فرصتونو کمښت مني خو وایي، د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو په موخه یې په لوېدیځ زون کې د آنلاین کاروبار یا فریلانسېنګ درې میاشتنی پروګرام پیل کړی، ترڅو ځوانان له دې لاري وکولی شي خپل لګښتونه پوره کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشد  وايي: « موږ یو شمېر ځوانان وروزل او هغوی دلته زده کړي مهارتونه په خپلو کورونو کې خویندو ته وښودل. زموږ د مالوماتو له مخې، دغه خویندې او له خپلو وروڼو څخه ډېر عاید لري؛ ځکه چې نجونې ډېر زحمت باسي او په جدي توګه کار کوي.»

دا په داسي حال کې ده، چې دا مهال زرګونه کسان کار او عاید ته لاسرسی نه لري او مسوولین وايي په ټول هېواد کې یې شاوخوا زر تنه ځوانان د فریلانسینګ زده ‌کړو څخه فارغ کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist