Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ځوانانو ملي ایتلاف: له امریکا غواړو د افغانستان کنګل شوې پانګه بېرته ازاده کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/03

د افغانستان ځوانانو ملي ایتلاف  نن چهار شبنه د « ۱۴۰۰ کال د لړم  پر ۱۲ مه » د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل،نړيواله ټولنه او امریکا دې نور له زور زیاتي او فشارونو تېر شي او د افغانانو شتمنۍ دې بېرته ازاده کړي.

د افغانستان ځوانانو ملي ایتلاف مشر محمد علي جعفري وايي:« زموږ غوښتنه له نړیوالې ټولنې دا ده،چې دغه کنګل کړې پیسې دې ازادې کړي،ترڅو اقتصادي وضعیت تغیر وکړي او خلک په غوره حالت کې ژوند وکړي.»

یاد ایتلاف  له اسلامي امارته هم ځينې غوښتنې درلودې، دوی د ځینو هغو ادارو بیا فعالیدل غواړي،چې اوسمهال پر ټپه ولاړې دي او خدمات نه وړاندې کوي.

د افغانستان ځوانانو ملي ایتلاف مشر محمد علي جعفري وايي:«  د برېښنایي پېژندپاڼو تر اوسه تړل شوې سایټونه یې بند دي.غوښتنه مو له امارته دا ده،چې ټول سایټونه دې خلاص شي،چې خلک پېژندپاڼې واخلي.»

د افغانستان ځوانانو ملي ایتلاف غړې سکینه رضایي وايي:« دولتي ادارې د تېر په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي او د خلکو لپاره دې اته ساعته کار وکړي او د ځینو دولتي ادارو فعالیدل هغه هم د ورځې څلور ساعته لپاره نه شي کولی،چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.»

د یاد ایتلاف غړو د بیو لوړېدو مخنیوي په اړه هم له امارته غوښتنه وکړه،چې پر بازارونو دې کنټرول زیات کړي.

کنفرانس کې همدا راز د نړیوالو له خوا د مرستو پر عادلانه ویش او مدیریت هم ټینګار وشو.

د افغانستان ځوانانو ملي ایتلاف غړی عبدالله دولت وايي:« هغه مرستې چې نړیوال یې کوي، دا باید هغو کسانو ته ووېشل شي،چې اړمن وي او د مرستو له حیف ومیل دې مخنیوی وشي.»

د ځوانانو ملی ایتلاف وایي، امارت دې ټولې دولتي ادارې فعاله کړي او  ځوانانو ته دې د کار کولو زمینه برابره کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist