Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا نکې او زیړوک ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/10

په سویل کې  د پکتیکا ولایت د نکې او زیړوک ولسوالیو کې له زلزلې وروسته دا ځل سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. 

د نکې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي،د وروستیو ورښتونو له کبله یې سېلابونو کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه تخریب کړي دي.

د نکې ولسوالی یو تن اوسېدونکی وايي:« تاسو ګورئ،چې دا څو ورځې کېږي،چې دلته سېلابونه راوتلي دي، کورونه او ځمکې یې وېجاړې کړي دي. په کور کې ناروغان لرو، هغه روغتون نشو وړلی او روغتون کې چې کوم ناروغان دي، هغه کورونو ته نه شي تللی.»

د نکې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« دا خوړ تاسو ګورئ،چې اوبه په کې راغلې دي، اوبو ډېرې ونې، ځمکې او کورونه یې وړي دي. پر نړیوالو مرستندویه موسسو باندې غږ کوم،چې د دې خوړ اوبو مخنیوی وکړي.»    

اخوا بیا د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکي،چې وروستۍ زلزلې ځپلي،یو شمیر کورونه، کرنیزې ځمکې او باغونه یې اوبو وړي دي.

د زیړوک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« سېلابونو مو ځمکې، ونې او کورونه وړي دي.» 

د زیړوک او نکې ولسوالیو اوسېدونکي وایي،تر اوسه پورې ورسره مرسته نه ده شوې او اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونه دې سیمو ته د سروې ټیمونه ور واستوي او اوښتي زیانونه دي وګوري.

د نکې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« له نړیوالو موسسو  او خیریه بنسټونونو مو غوښتنه دا ده،چې همکاري راسره وکړي. دغه راز دوی دې له موږ سره د کورونو په جوړولو کې هم پوره همکاري وکړي.» 

د زیړوک ولسوالۍ اوسېدونکی بیا وايي:« هېڅوک نه شته دی،چې پوښتنه مو وکړي. موږ بار بار وېډیوګانې وکړې،خو څوک مو غږ نه اوري. زیړوک ولسوالۍ ته تر اوسه پورې کوم هیت نه دی راغلی او نه هم کومه موسسه راغلې. زموږ پوښتنه څوک نه کوي.»

شااوخوا درې میاشتې وړاندې د پکتیکا ولایت ګیان،زیړوک ، برمل او نکې ولسوالیو کې زلزلې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول،چې له کبله یې سلګونه کسان مړه او ژوبل او زرګونه کورونه ویجاړ شول. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist