Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیکا مرستیال والي: لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو راګرځول شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/25

د پکتیکا ولایت مرستیال والي محب الله حماس  د جمعې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د مرغومې پر ۳ مه» وویل،په  مرکز ښرنه او ولسوالیو کې لسګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو را ګرځول شوې ده. 

حماس  وايي، دغه ځمکې تېرو کلونو کې د زوراکو له لوري غصب شوې وې او په تولییز ډول پکتیکا  کې د یوه منظم پلان له مخې د ځمکو را ګرځول دوام لري. 

حماس  زیاته کړه:« په عمومي ډول ویلی شم،چې په سلګونه زره جریبه ځمکې د کرنې وزارت له لوري را ګرځول شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري.»

مرستیال والي همدا راز وایي، پاتې هغه ځمکې به هم د محکمې له ارزولو وروسته  نږدې راتلونکي کې راوګرځول شي،چې یو شمیر کسان یې د مالیکیت دعوا لري.

حماس زیاته کړه:« ځېنې داسې ځمکې هم شته دی،چې راګرځول شوي دي،خو دوسیې یې لا وروستۍ شوي نه دي او د محکمې له لوري یې ارزونه پیل شوې او نږدې راتلونکي کې به یې په اړه پریکړه وشي.» 

د پکتیکا اوسېدونکي د اسلامي امارت له لوري د غاصبینو له منګولو د لسګونه زره جریبه ځمکې راګرځول ستایي او وایي، د پاتې غصب شویو ځمکو د را ګرځولو په اړه دي هم جدي اقدامات وشي. 

د پکتیکا یو تن اوسېدونکی وايي:« تقریبا لسګونه زره جریبه ځمکه بېرته راګرځول شوې ده.زموږغوښتنه دا ده،چې پاتې ځمکې دې هم را وګرځول شي.»

د پکتیکا یو بل اوسېدونکی بیا داسې واي:« دا یو نیک اقدام دی،چې ځمکې له غاصبینو راګرځول شوي دي> دا د خلکو او دولت پر ګټه کار دی.» 

د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۰ کلونو کې د زورواکو له لوري مرکز ښرنه او ځینې ولسوالیو کې لسګونه جریبه ځمکه غصب شوې ده،خو ځایي مسئولین وایي، د غاصبینو پر وړاندې له نرمښت کار نه اخلي او حساب ورسره کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist