Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ مخکېني حکومت ښاروال: له دندې نه یم لرې شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/14

بشیر ځوانمل د مخکني حکومت پر مهال د پکتیا څمکنیو ولسوالۍ ښاروال و او اوس د اسلامي امارت واکمنۍ کې هم پر خپله دنده دی. 

ځوانمل وایي، د ولسوالۍ له سقوط وروسته د اسلامي امارت له لوري دندې را وغوښتل شو،چې بیا وروسته د حکومت مسوولینو څو ځله ترې غوښتي ول، چې د ولسوالۍ تر بېرته نیولو دې دنده نه ترسره کوي. 

ځوانمل زیاته کړه:« کله چې د اسلامي امارت له لوري ولسوالۍ ونیول شوه، زما راتګ بېرته په هماغه ورځ و،بیا د حکومت له لوري مکتوبونه راغلل،چې تر هغه دې دنده نه ترسره کوي، څو چې ولسوالي بېرته نه وي نیول شوي.» 

ځوانمل وايي،د اسلامي امارت ځایي مسوولین ورسره بشپړ همکاري کوي او پر مټ یې بازار کې یو شمیر داسې پلانونه پلي کړي دي،چې مخکې یې پلي کیدل ستونزمن ول.

ځوانمل زیاتوي:« له کله نه چې زه بېرته دندې ته راغلی یم، د اسلامي امارت مسوولین راسره بشپړه همکاري کوي او د پلانونو پلی کیدل په ښه ډول ترسره کېږي او ځینې هغه ستونزې نه شته دی،چې مخکې وې.» 

د څمکنیو ولسوال عزت الله مخلص د ښاروال او یو شمیر نورو مدیرانو چارې ګټورې ارزوي او وایي ، چې د دوی له لوري ورسره بشپړ همکاري کیږي. 

مخلص زیاتوي:« مخکې د دوی په کارونو کې ځینې ستونزې وې،خو چې موږ راغلي یو، دوی مو هڅولي او همکاري مو ورسره کړې او له کبله یې بازار کې دوی خپلې چارې ډېرې ښې پرمخ  وړي.» 

ځوانمل له تیرو درېیو کلونو راهیسې د څمکنیو ولسوالۍ د ښاروال په  توګه دنده ترسره کوي او وایي، وروستیو کې یې عواید لوړ شوي او بازار کې یې د پاکۍ او  نورو برخو چارې چټکې کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist