Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا  ټولګټو چارو ریاست: د ورښتونو له امله د لویو لارو بندېدو مخنیوي لپاره اقدامات پيل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/01

د پکتیا ټولګټو ریاست  مشر عبدالمتین حماس له شمشاد  له سره  خبرو کې ویلي، سږنی ژمی یې د لارو پاکولو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او موټر چلوونکو ته ډاډ ورکوي، چې لارې به نه بندېږي.

حماس  وايي، سږکال یې کوم شرکت سره له واورو د لویو لارو پاکولو قرارد اد نه دی کړی او په خبره یې  دغه چارې دوی پرخپله پرمخ وړي.

حماس زیاته کړه:« موږ د واورې پاکولو لپاره له کوم شرکت سره سږ کال کوم قرارداد نه دی کړی او پریکړه مو کړې ده،چې دغه چاره په شته امکاناتو په خپله ترسره کوو.»

حماس زیاتوي،تېرو کلونو کې به ملیونونه افغانۍ شخصي جیبونو ته تلې،لارې به بندې وې او د همدې فساد له کبله یې له کوم شرکت سره قرارداد ونه کړ.

حماس زیاتوي:« د قرارداد نه ورکولو یو لامل فساد دی،مخکې به میلیونونه افغانۍ شخصي جیبونو ته تلې او لارې به بندې وې. د همدې فساد له امله مو له چا سره قرارداد ونه کړ.» 

حماس وايي، پر شته امکاناتو یې له واورو د لویو لارو پاکولو لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او موټر چلوونکي دې د واورو د ورښت پر مهال د لارو بندیدو په اړه اندیښنه نه کوي.

هغه زیاته کړه:« موږ د واورو پاکولو لپاره بشپړ چمتووالی لرو،د واورو او ماشینونو په برخه کې هېڅ ستونزه نه شته دی او خلک دې د لارو بندیدو په اړه اندیښنه نه کوي.»

د هېواد پر کچه مشهور د تېرې او سټو کنډوونه پکتیا کې موقعیت لري،چې هر کال یې د واورو وریدو پر مهال د بندیدو خبرونه خپریږي،خو ټوولګټو چارو ریاست ډاډ ورکوي،چې ټولې لویې لارې به د ترافیکو پر مخ پرانېستې وي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي
افغانستان

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي
افغانستان

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې
افغانستان

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي
افغانستان

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر د واخان دهلېز د چارو ژر بشپړېدو لارښوونه کړې

جولای 16, 2026
پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي
افغانستان

پولنډ د افغانانو په ګډون ۷۱ تنه غیر قانوني کډوال نیولي

جولای 16, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

افغانستان، ایران او تاجیکستان غواړي د سړک له لارې د ټرانزيټ کچه پراخه کړي

جولای 16, 2026
د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

د افغانستان او هند سوداګري د هوايي دهلېز له لارې عادې روانه ده

جولای 16, 2026
پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

پاکستاني پولیسو د تخصص دورې یو شمېر افغان محصلین او ډاکټران نیولي

جولای 16, 2026
له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

له تورخم لارې د کډوالو  راستنېدلو لړۍ چټکه شوې

جولای 16, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

افغانستان کې د ښځو پر کار بندیز، د مرستندویه بنسټونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ کړي

جولای 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist