Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا مرکز ګردیز کې  یو شمېر سیمو کې کور پر کور د  پلټنې عملیات پيل شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/14

په سوېل کې د  پکتیا ولایت  مرکز ګردیز  په یو شمیر سیمو کې د کور پر کور پلټنې عملیات د چهارشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱‍ کال د وري پر ۲۴ مه» پیل شول او تر څو ورځو به دوام وکړي.

د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ د  امنیت امر کرامت الله وايي، تر اوسه پورې د ولایت پر کچه د کور په کور پلټنې عملیاتو پریکړه نه ده شوې،خو ګردیز ښار کې داسې حساسې سیمې شته دی،چې تر شک لاندې دي او باید وپلټل شي. 

کرامت الله زیاته کړه:«دا مهال خو دلته ګردیز ښار کې هغه حساسې سیمې چې تر شک لاندې دي،موږ یې پلټو او باید وپلټل شي. د ټول ولایت پر کچه د کور په کور پلټنې عملیاتو پریکړه تر اوسه پورې نه ده شوې.» 

کرامت الله وایي،هېڅ ډول امنیتي ننګونې نشته دی او د پلټنې عملیاتو موخه یوازې د بیت المال وسلو را ټولول دي او تر دا مهاله ښیې لاسته راوړنې لري. 

هغه زیاته کړه:« دلته د بیت المال اړوند شیان باید بیت المال ته وسپارل شي. خلک خوشاله دي،هغوی وایي،چې تاسو باید مخکې دا عملیات پیل کړي وای،تر څو وسلې ضایع شوې نه وای.» 

ځايي خلک وايي، د پلټنې پرمهال د امنیتي ځواکونو له چلن راضي دي .

د  ګردیز ښار یو تن  اوسېدونکی وايي:« ښځې ورسره وي، د تلاشي پر مهال ښه وضعیت کوي، نور خو څوک چاته کور نه شي ورکولی. موږ ترې راضي او الله دې دوی ته توفیق ورکړي،چې امنیت ټینګ کړي.» 

د ګردیز ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« د اسلامي امارت له دغې پریکړې او د پلټنې عملیاتو پر مهال موږ ته هیڅ ډول تکلیف نه دی رسیدلی. موږ ترې راضي یو.» 

د پلازمېنې کابل په ګډون یو شمیر نورو ښارونو کې کور پر کور د پلټنې عملیات ترسره شوي او اسلامي امارت ویلي،ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نظامي وسایط یې نیولي دي.

 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist