Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا دیني عالمان: روانه جګړه ناروا ده

admin by admin
2021/07/12

په پکتیا ولایت کې  یو شمېر  دیني عالمانو  ناسته کړې او سعودي عربستان کې یې د افغان جګړې په اړه  د وروستۍ ناستې له پرېکړې ملاتړ وکړ.

دغه راز عالمانو روانه جګړه ناروا وبلله او له  د جګړې له ښکیلو غاړو یې وغوښتل، چې اوربند  وکړي او له ځنډ پرته دې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

د پکتیا حج اوقاف مشر  اظهار الله مظهري  وايي: « د زور له لارې د افغانستان پر خاوره هېڅوک نه  حکومتوالي او نه هم حکمراني کولائ شي.»

دیني عالمانو همدا راز پر یو شمېر پاکستاني دیني عالمانو نیوکه وکړه، چې هلته له جمهوریت او پوځ ملاتړ کوي او د افغان جګړې په اړه د جهاد فتاواوې ورکوي او خلک جګړې ته هڅوي.

په ورته وخت کې دیني عالمان پر خلکو غږ وکړ،چې په ټول توان دې د نظام ملاتړ وکړي.

دیني عالم عبدالغفور وايي:« موږ او تاسو به انشاء الله پر ټول وس او توان، که علماء دي، که سپین ګیري دي، که ځوانان دي، ټول په یوالي سره د خپل نظام پر ملاتړ څنګ په څنګ ولاړ یو. »  

بل پلو  د پکتیا والي ګل نبي احمدزي له دیني عالمانو وغوښتل، چې د ولایت پر کچه دې د سولې خبرو لپاره هڅې وکړي او سیمه ییز طالبان دې له جګړې را وګرځوي .

طالبانو د روانې جګړې په اړه د پکتیا د دیني عالمانو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی،خو تر دې وړاندې یې ورته څرګندونې رد کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist