Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا جاني خېلو ولسوالۍ کوټکي سیمه کې ۸۰۰ کورنۍ روغتیايي او مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/03/30

په سویل کې د پکتیا ولایت جاني خېلو ولسوالۍ کوټکي سیمه کې شااوخوا ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي او وایي، د ژوند له بېلابېلو اسانتیاوو بې برخې دي.

 

دغه سیمه تیرو کلونو کې د اسلامي امارت تر واک لاندې و‎ه او هېڅ ډول روغتیايي او مخابراتي اسانتیاوې په کې نه شته دی. 

د کوټکي سیمې اوسېدونکي وايي، تیرو ۲۰ کلونو ورته د روغتیا ، پوهنې او بیارغونې بېلابېلو برخو کې کار نه دی شوی او له کبله یې دوی د ژوند له لومړنیو اسانتاوو بې برخې دي .

کوټکي سیمې یو تن  اوسېدونکی وايي:« تقریبا زموږ ټول کلي کې  ۸۰۰ کورنۍ ژوند کوي. ۸۰۰ کورنۍ یو روغتیايي کلینیک نه لري. عموما د جاني خېلو ولسوالۍ د پکتیا پر سطحه  ډېره وروسته پاتې ده او بیا وروسته زموږ دغه کلی دی.»

د کوټکي سیمې یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« خلک بې وزله دي.ولسوالۍ پورې موټر ۱۰۰۰ افغانۍ اخلي. د چا وس ورته نه رسېږي.» 

د جاني خیلو کوټکي اوسیدونکي همدا راز وایي، تیرو کلونو کې د پوهنې او بیا رغونې برخو کې ورته پام نه دی شوی او اسلامي امارت دې ورته پاملرنه وکړي .

د کوټکي سیمې  اوسېدونکی وايي:« جاني خېلو ولسوالۍ پورې تقریبا دوه ساعت پیاده لاره  ده او د موټر بیا نیم ساعت لاره ده. بیا به له هغه ځایه خپلو خپلوانو او هغه چا سره یې چې کار وي، زنګ وهي. »

د پکتیا اطلاعاتو  او کولتور مشر خالقیار احمدزی د کوټکي سیمې اوسیدونکو شته ستونزې مني او وایي، اسلامي امارت یې هواري ته ژمن دی.

احمدزی زیاتوي، نږدې راتونکي کې به یاده سیمه کې یو روغتیایي مرکز جوړ شي.

هغه زیاته کړه:« د روغتیا په برخه کې کومه ستونزه،چې دوی یاده کړې، انشاء الله د پکتیا ولایت روغتیا ریاست د وزارت او ولایت مقام پر لارښوونه، به نږدې راتلوونکې کې پلان کې ده،چې یو نوی کلینیک جوړ شي. »

د کوټکي او په ټولییز ډول د جاني خیلو ولسوالۍ اوسېدونکو ستره غوښتنه د سړک جوړیدل دي او وايي، ډېری وخت یې بېرني ناروغان پر وخت د څمکنیو روغتون ته نه رسیږي او لاره کې ساه ورکوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist