Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي: پر ګردیز ښار د وسله والو احتمالي برېد اندېښمن کړي یو.

admin by admin
2021/06/15

د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي وايي، د مرکز ګردیز ښارر ابراهیم خیلو سیمه کې طالبانو ته د  ۴۳  سرتېرو له تسلیمۍ ښکاري، چې سرتېرو ته پر وخت تجهیزات نه رسیږي او  دا چاره به طالبانو ته پر ښار د ډلیزو بریدونو فرصت ورکړي.

دوی  د دغه ولایت امنیتي حالت د  اندېښنې وړ بولي او وایي، له پکتیکا ولایت او ډېری ولسوالیو سره د ګردیز ــ لویې لارې تړل شوي او ډېری ولسوالیو کې جګړه روانه ده .

د پکتیا اوسېدونکی وايي: « موږ د پکتیا پر امنیتي چارواکو نیوکه لرو، دوی د جګړې پوځي تکتیکونو سره سم پر مخ نه دې تللي. پکتیا کې امنیتي حالت  تر دې حده خراب دی، چې د دې احتمال شته، چې ګردیز ښار سقوط سره مخ شي. »

د پکتیا اوسېدونکي همدا راز وایي، تر دا مهاله ۳ زره کورنۍ بې ځایه شوي، چې سرپنا نه لري او تر اوسه پورې  ورسره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې .

د پکتیا اوسېدونکی وايي: «  پکتیا کې د جګړو له امله بې ځایه شویو کې کورنیو سره تر اوسه پورې د هېڅ یوې ادارې له لوري د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته نه ده شوې. موږ دې چارې سخت اندېښمن کړي یو. که چېرې پر وخت  مرستې ونه شي، دا بې ځایه شوې کورنۍ به له سختې لوږې او بېلابېلو ستونزو سره مخ شي. »

 امنیه قوماندان مل پاسوال نجیب الله سرتیر پر ګردیز ښار د وسله والو برید خوب وخیال ګڼي او وایي، ټولو سېمو کې سرتېرو تر میاشتو میاشتو اکمالات شوي او تر اوسه پورې په دې برخه کې نیمګړتېا نه ده رامنځته شوې.

سرتېر زیاته کړه:« خپل پرسونل ته مو پر وخت تجهیزات رسولي دي. سنګرونه مو پياوړي شوي دي. خلک دې په دې اړه تشویش نه کوي.»

له دوو اونیو راهېسې د پکتیا زرمت ، روحاني بابا ، میرزاکې احمدخیلو ، اریوب ځاځیو ولسوالیو کې جګړې روانې دي او له ډېری ولسوالیو سره د ګردیز لارې تړلي دي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي
افغانستان

دفاع وزارت د کونړ په نورګل کې زلزله ځپلو ته نوي کورونه جوړ کړي

اگست 5, 2026
د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو
روغتیا

د هرات – کندهار لویې لارې ټرافیکي پېښو ټپیانو ته ۲۰ بستریز روغتون جوړ شو

اگست 5, 2026
هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه
افغانستان

هرات کې د یورولوژي ټولنې لومړنۍ علمي ناسته جوړه شوه

اگست 5, 2026
کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي
افغانستان

کونړ او نورستان کې تازه سېلابونو مرګ ژوبله او مالي زیانونه اړولي

اگست 5, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکۍ بحران مخ په زیاتېدو دی

اگست 5, 2026
کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist