Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا اوسېدونکي له سرپرست حکومته د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي

د پکتیا اوسېدونکي له سرپرست حکومته د تفریحي پارکونو جوړېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/21

د پکتیا ولایت اړوند تېرې کنډو هغه سیمه ده، چې نږدې دوه کاله وړاندې د تفریحي پارک جوړولو لپاره یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې؛ خو د همدې یوازیني جومات له جوړېدو ور اخوا لا هم د یاد پارک د جوړیدو چارې نه دي پیل شوې.

دلته د راتلوونکو سېلانیانو په خبره، که په پکتیا کې د تفریحي پارکونو د نشتون ستونزه هواره شي دا به یاد ولایت ته د سېلانیانو په راتګ کې هم مهم رول ولري.

د کابل اوسېدونکی ابوبکر وايي: « له دولت او پانګه والو مو هیله او غوښتنه دا ده چې هېواد ته خدمت وکړي. له ابادۍ سره وطن پرمختګ کوي او د هېوادوالو فکر ورسره ارامه او د خوښۍ احساس کوي.»

د پکتیکا اوسېدونکی حاجي اکبر جان وايي: « د پکتیا مرکز ګردېز ښار کې د پارکونو ستونزه یوه لویه ستونزه ده او زموږ وګړي ترې کړېږي. پارکونه او تفریحي سیمې د ارامتیا او سهولت لپاره دي.»

د دغه ولایت د اوسېدونکو او سېلانیانو په خبره، په مرکز ګردېز او لرو پرتو ولسواليو کې د منظمو تفریحي پارکونو جوړېدل به که له یوې خوا د سېلانیانو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي، سربېره پر دې به د دغه ولایت اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې په پکتیا کې د یادې ستونزې د هواري په تړاو کوټلي ګامونه واخلي.

د کابل اوسېدونکی شبیر احمد احساس وايي: « دې وختونو کې  تفریح او سیاحت لپاره لویې پکتیا ته خلک زیات راځي. اړوند مسوولین باید د خلکو تقاضا په نظر کې ونیسي او څومره ژر چې کېدلی شي د دې پارک چارې ترسره او بشپړې کړي.»

د پکتیا اوسېدونکی سېد محمد سعدي وايي: « که پارک جوړ شي هم به خلک تفریح ته راځي او هم به د کار زمینه برابره شي. تاسې یې لیدلی شئ. دلته دغه جومات چې دی دې ته پنځه وخته لمانځه لپاره ډېر خلک راځي او له پارک جوړېدو وروسته به دا شمېر لا پسې زیات شي.»

ورته مهال سیمه‌ییز چارواکي که څه هم په یاد ولایت کې د تفریحي پارکونو د نشتون ستونزه مني خو وایي، هڅه کوي څو د مرکز ګردېز په ګډون په ولسواليو کې هم د سېلانیانو لپاره اساسي اسانتیاوې رامنځته کړي او په یاده برخه کې شته نیمګړتیاوې له منځه یوسي.

د پکتیا اطلاعاتو او کلتور مشر ثواب جان اسلامیار وايي: « پکتیا کې په همدې تړاو په بېلابېلو ناستو کې پرېکړې شوې او په دې اړه بحثونه شوي څو پکتیا کې هم داسې تفریحي سیمه او پارک جوړ شي چې د ولسونو هغه غوښتنې چې له کلونو کلونو یې لري پوره شي. په مرکزي ساحه کې د یوه لوی پارک د جوړېدو یادونه شوې.»

په پکتیا کې خلک داسې مهال د تفریحي سیمو د جوړېدو غوښتنه کوي، چې د سوېل ختيځ زون د یاد ولایت سربېره، د خوست او پکتيکا ولایتونو  ډېرو هغو طبیعي او تفريحي سيمو ته چې پخوا د جګړو او ناامنیو له امله ورتګ ستونزمن و، اوس د کورنیو سېلانیانو او په ځانګړې توګه د ځوانانو ورتګ زیات شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي
افغانستان

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي
افغانستان

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي
افغانستان

برادر: د افغان – قزاق اقتصادی همکاریو لارې نقشه باید ژر نهايي او عملي شي

جون 22, 2026
قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

قزاقستان د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتوالی اعلان کړ

جون 22, 2026
ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026

وروستي خبرونه

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: د پاکستان حکومت باید افغانستان په تړاو خصمانه پالیسۍ په اړه ولس ته وضاحت ورکړي

جون 22, 2026
د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

د بلوچستان خلک:  د پاکستان حکومت دې افغان اربکیان زموږ له سیمو وباسي

جون 22, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist