Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي د موټرو د کرایو بیو له لوړوالي شکایت کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/04/17

په سویل کې د پکتیا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، که څه هم د تیلو بیو کې په نسبي ډول کموالی راغلی، خو په خبره یې،  موټر چلوونکي لاهم ترې بېلابېلو سیمو ته ډېره کرایه اخلي .

دوی وايي، ترانسپورټ ریاست دې ولسوالیو او نورو ولایتونو ته د سوارلۍ موټر کرایې کنټرول کړي.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« تیل ارزانه شوي،خو کرایې تر اوسه پورې لوړې دي. زموږ هېله دا ده،چې د  بېلابېلو سیمو په کرایو کې دې کموالی راشي.»

د پکتیا ولایت یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« زموږ غوښتنه دا ده،چې د مخکې پرتله د تیلو بیې کمې شي، خو کرایې هماغه ډول اخېستل کیږي. زموږ غوښتنه دا ده،چې په کرایو کې کموالی راشي.»

موټر چلوونکي وایي،د تیلو لپاره ځانګړې نرخنامه نشته ، په خپلسري ډول پلورل کیږي او له همدې کبله د بېلابېلو سیمو کرایو کې کموالی نه دی راغلی.

پکتیا کې یو تن موټر چلوونکی وايي:« له ښاروالۍ مو غوښتنه دا ده،چې د تیلو لپاره دې نرخنامه وټاکي، تیل یوه پمپ کې په یوه او بل کې په بله بیه پلورل کېږي.»

پکتیا کې یو بل موټر چلوونکی بیا وايي:« تیل نورو ولایتونو کې ارزانه دي،خو پکتیا کې یې نرخنامه نشته ، د پمپونو واله وایي ، همدا نرخ ښاروالي ورکړی دی، نو له همدې کبله موږ تر اوسه کرایې نه دي ارزانه کړي.»

د پکتیا ټرانسپورټ ریاست سرپرست محمد عمر هم مني،چې د تیلو بیو په را کمیدو سره یو شمیر سیمو ته د سوارلۍ موټرو کرایو کې کموالی نه دی راغلی،خو پر وینا یې چې نږدې راتلونکې به یې په اړه اقدامات وشي .

عمر زیاته کړه:« مخکې چې د تیلو بیې لوړې شوې، کرایې هم لوړې شوې،خو اوس چې د تیلو بیې په نسبي ډول راکمې شوي، نو موږ په پلان کې لرو،چې کرایې عادي حالت ته راولو. ولایت سره مو موضوع شریکه کړې ده.»

ولایت مقام وایي، ښاروالۍ ته د خوراکي او نورو توکو او د تیلو د بیو کموالي مسوولیت سپارل شوی،چې تر ډېره حده یې بازار کنټرول کړی او ټرانسپورټ ریاست به هم د سوارلۍ موټرو د لوړو کرایو مخه ونیسي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist