Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اوسېدونکي: د باروړونکو موټرو زیات وزن د سړکونو خرابوالي لامل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/17

د پکتیا ولایت یو شمیر اوسېدونکي نیوکه کوي،چې په دغه ولایت کې د بار وړونکو موټرو وزن نه کنټرول کېږي او  له ا مله یې د ګردیز – پټان لویه لاره خرابه شوې ده. 

دوی وایي،موټر چلوونکي د څو پیسو په خاطر له ټاکلې اندازې زیات وزن باروي،چې له امله د سړکونو د خراب والي لامل کېږي. 

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« پر اسلامي امارت غږ کوو،چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي. بار وړونکي مو د خپلو څو پیسو ګټې په خاطر زیات وزن لېږدوي، چې له امله یې سړکونه خراب شوي دي.»  

د پکتیا اوسېدونکي وایي، مسوولین دې ترازو د ګردیز پر ځای ډنډ پټان کې فعاله کړي.

د دوی په خبره،چې ډېری موټر تر ګردیزه زیات وزن راوړي او له کبله یې سړک خراب شوی دی.

د پکتیا یو تن اوسېدونکی وايي:« په پټان کې موږ ترازو نه لرو. مرکز ترازو شته ده. که بار وړونکو موټرو کې وزن زیات وي، له امله سړکونه خراب کېږي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې د باروړونکو د زیات وزن لېږد مخنیوی وکړي.» 

د پکتیا ولایت د اطلاعاتو  او کولتور مشر  خالقیار احمدزی بیا وايي،په  دغه ولایت  کې د بار وړونکو موټرو وزن کنټرول کیږي او پر وینا یې  په دې اړه شوې ادعاوې بې بنسټه دي. 

هغه زیاته کړه:«دا بې ځایه خبره ده،ځکه چې په پکتیا ولایت کې ترازو فعاله ده، د هر موټر وزن چک کېږي، بیا له هغې وروسته کمرګ کېږي او له قانوني لارو ګاونډي هېواد ته صادر کېږي.» 

د پکتیا اوسېدونکي وایي، له یوې خوا سړکونه وروستیو سلابونو تخریب کړي او له بل لوري پرې د زیات وزن وړل یې د لا خرابیدو لامل ګرځي او مسوولین یې باید مخه ونیسي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist