Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکي: د لجه منګل او احمد خېلو ولسوالیو لپاره دې جلا محکمې فعاله شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/22

د  پکتیا ولایت په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د اریوب، احمدخیلو او لجه منګل ولسوالیو اوسېدونکو لپاره محکمه فعاله شوې او خلک ورته خپل مسایل وړاندې کوي.

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ  اوسېدونکي که څه هم په دغه ولسوالۍ کې د عدلیي او قضایي ارګانونو له فعالیتونو راضي دي،خو وایي، که احمدخیلو او لجه منګل کې جلا محکمې فعالې شي، د دوی ستونزه ته به پر وخت رسېدنه وشي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« زموږ ولسوالۍ کې څارنوالي او محکمه فعاله ده، خلک ورته خپل مسایل وړاندي کوي او د اسلامي شریعت په رڼا کې پریکړې کېږي.»

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دلته هر څه فعاله دي، امن دی، ولسوالۍ کې محکمه فعاله ده،ګڼ مسایل یې حل کړي او تر اوسه پورې له چا سره زیاتی نه دی شوی.»

د اریوب ځاځیو اوسیدونکي وایي، که لجه منګل او احمدخیلو کې جلا محکمې فعالې شي،د ګڼې ګوڼې مخه به نیول شوي وي او د دوی قضایاوو ته به پر وخت رسېدنه کېږي.

د اریوب ځاځيو ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی عزت الله و ايي:« دلته لنډ وخت کې ډېر پخواني مسایل حل شوي دي،خو زموږ غوښتنه دا ده،چې نورو ولسوالیو کې جلا محکمې فعاله شي،ترڅو زموږ ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.»

د اریوب ځاځیو ولسوالۍ ولسوال ظاهرګل وایي، د اسلامي امارت د پخواني طرزالعمل له مخې، د  څو ولسوالیو پر سر یوه محکمه فعاله ده او د نوي طرز العمل په جوړیدو سره ټولو ولسوالیو محکمې به فعاله شي.

ظاهر ګل زیاته کړه:« اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې دا مهال د اریوب، احمدخیلو او لجه منګل ولسوالیو لپاره محکمه فعاله شوې،د خلکو ستونزو ته رسېدنه کېږي. د اسلامي امارت د نوي طرزالعمل له مخې چې لا وروستی شوی نه دی، ټولو ولسوالیو کې به محکمې فعالې شي.»

د اسلامي امارت په راتګ سره دولتي محاکمو ته د خلکو تګ زیات شوی او ډېری وخت هغه قضایاوې بیا ځلي هم محاکمو ته وړاندې کېږي،چې پخواني حکومت کې پرې پریکړې شوې وې او پلې شوې نه وې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist