Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتيکا زلزله ځپلو سيمو کې د خلکو وضعيت لاهم نه دی عادي شوی

د پکتيکا زلزله ځپلو سيمو کې د خلکو وضعيت لاهم نه دی عادي شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/06/25

د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ، هغه سیمه چې کال وړاندې په کې له سختې زلزلې وروسته د خلکو ژوند لا هم عادي حالت ته نه دی راګرځېدلی.

ځايي اوسېدونکي شکايت کوي چې د مرستندويه بنسټونو او موسيسو له پراخو مرستو سره سره هم ځيني کورنۍ بې سرپناه پاتې دي او کورونه نه دي ورته جوړ شوي.

  د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« دا د ګیان ولسوالۍ مرکز دی. دا سیمه تر اوسه پورې ویجاړه ده. خلکو ته تر اوسه پورې کورونه نه دي جوړ شوي او په خېمو کې ژوند تېروي. د ګرمۍ موسم دی، خلک پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. ستونزې ډېرې دي.»

 دوی ادعا کوي چې خلکو ته د کورونو په جوړولو کې عادلان چلن نه دی شوی او په خبره يې ځيني داسې موارد هم شته  چې د کورنو جوړولو په برخه کې د فساد ښکارندويي کوي.

د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« موسسو راسره ژمنې کړي، خو کار دې هم راته وکړي. د زلزلې یو کال تېر شو، خو له موږ سره یې چې د کورونو جوړولو ژمنې کړي تر اوسه پورې نه دي عملي شوې.»

په ورته وخت کې ځایي چارواکي هم مني، چې په یاده سیمه کې د کورونو  جوړولو او مرستو د وېش په برخه کې د فساد اندېښنې شته، خو په خبره یې د یادې ستونزې د اساسي حل په موخه یې ځانګړې کمېټه ټاکلې تر څو په دې برخه کې وروستي مالومات راټول او شته اندېښنې په ګوته کړي

د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وايي:« شفافیت کې ښايي ستونزه وي. په دې کې به هم ستونزه وي، چې حق دې سل په سلو کې حقدار ته ورسېږي، خو اسلامي امارت د دغو زلزله ځپلو لپاره د  ګیان او برمل ولسوالیو خلکو لپاره جدا کمېټه ټاکلې ده. د کمېټې کار دا ده چې حق به حقدار ته رسوي. »

د تېر کال غبرګولي پر ۳۱مه نېټه د يوې زورورې زلزلې له امله د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځينو ولسوالیو او شاا وخوا سیمو کې نږدې دوه نیم زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او ترڅنګ یې سلګونه کورونه هم نړیدلې ول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist