Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

د پښتنو قامي جرګې له پرېکړې سره سم خیبر پښتونخوا کې ولسي پاڅونونه پیل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

په داسې حال کې چې د اکټوبر پر ۱۱مه نېټه په خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ(پي.ټي.اېم) په نوښت د پښتنو قامي عدالت جرګې يو لړ مهمې پرېکړې وکړې، اوس د يادې جرګې د هغو پرېکړو د پلي کولو لپاره ولسي خوځښتونه پيل شول چې ولسي اړخ او مسووليت لري.

په همدې موخه، د يکشنبې پر ورځ د پښتونخوا په ټولو سيمو کې زرګونه کسان واټونو ته راووتل او د خپلو حقونو په پلوۍ يې ولسي پاڅون وکړ.

دوې ورځې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه ویډیويي پيغام کې له خلکو وغوښتل چې د پښتنو د امن او یووالي غږ پورته کولو لپاره راووځي.

پښتین وویل: « دا د ټول ملت ولسي پاڅون دی. نو په کار ده چې په خپل کلي کې اعلانونه وکړئ، په جوماتونو کې اعلانونه وکړئ، په ښونځیو او مدرسو کې اعلانونه وکړئ. دا ټول موږ یو ملت یو. دلته په دې خاوره باندې یانې په بازارونو کې او هرځای کې هرڅوک اعلان وکړي، دا زموږ د جرګې د فیصلې اول قدم دی، دنیا به ګوري دنیا چې آیا پښتانه له خپلې جرګې سره ولاړ دي که نه. دا به د دنیا مخ ته یوه ټولپوښتنه وي چې څنګه د پښتون وطن د امن لپاره خلک راوځي که نه راوځي. ملته، قومه! دا هغه ورځې دي چې د عمل ورځې دي.»

تازه د یاد غورځنګ مشر پر خپله اېکس(پخوانۍ ټوېټر پاڼه) د لورلایي، ږوب،  کویټې، شانګلې، اورکزیو، ټانک، جنوبي وزیرستان، لکي مروت، چارسدې، صوابۍ، پښین، باجوړ، چمن، بونیر، کرک، اپریدیو، سوات، زیارت ننګیالي او نورو سیمو پر ولسونو غږ کړی چې د خپلو شهیدانو، غصب شویو  ځمکو او د ورکوشویو خلکو د پوښتنې په موخه را ووځي.

د سیاسي چارو شنونکو په باور، د پښتنو دې جرګې د ولسي وګړو ځواک پیاوړی کړی او په خبره یې پاکستان کې روان وضعیت د پاکستان حکومت وارخطا کړی او وايي، دغه ډول سوله ییز لاریونونه پښتانه بریا ته رسوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « نو له هغه وخته چې دا لویه جرګه جوړه شوې، د پښتنو په سیاسي شعور کې یې ډېر بدلون رامنځته کړی او تقریبا ً له هغه وخت تراوسه پورې په بېلابېلو برخو کې چې کوم پرمختګونه شوي دي او یا کېږي، زه فکر کوم چې دا نور هم د دې ولسي پاڅون هغه ځواک او واک پياوړی کوي. فرضا ً موږ ولیدل چې په دې لږو وختو کې هغه لارې چې د ټرافیکو پر مخ بندې وې او یا د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې بندې وې، هغه ټولې خلاصې شوې او نورې هم شاید په راتلونکي کې خلاصې شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر ۱۱ مې د جرګې له ترسره کېدو وروسته، منظور احمد پښتین په یوه ویډیویي کلیپ کې وویل چې د پاکستاني ځواکونو له لوري یې۱ زر او ۲۰۰ کسان بندیان او څلور تنه نور شهیدان شوي دي.

د نوموړي په خبره، یاد کسان چې په بنو، شمالي وزیرستان او نورو سیمو کې بندیان دي، د ولس د جرګې په زور به را خلاص شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist