Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتنو قامي جرګه: د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې دې په دوو میاشتو کې له پښتونخوا ووځي

د پښتنو قامي جرګه: د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې دې په دوو میاشتو کې له پښتونخوا ووځي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/15

د پښتنو تاریخي قامي لویه جرګه په خیبر میدان کې له درې ورځنۍ جرګې، خبرو اترو او سلا مشورو وروسته، د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره پای ته ورسېده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جرګې زرګونه ګډونوالو په منځ کې د جرګې پرېکړه ‌لیک ولوست او په کې يې ځای پرځای شوې پرېکړې د تشکیل شویو ۸۰ کمېټو، زرګونه ګډونوالو او په ټوله کې د پښتون ولس موافق نظر او جمعي پرېکړه وبلله.

جرګې په پښتونخواه کې له اوږدې مودې راهیسې د روانو جګړو، نا امنیو او وژنو لړۍ درولو په موخه د راتلونکو دوو میاشتو په لړ کې له ټولې پښتونخوا د پاکستان پوځ په ګډون د ټي.ټي.پي، داعش او نورو وسله ‌والو د وتلو پرېکړه وکړه.

پښتین وايي، په دې موده کې د پرېکړې د نه عملي کېدو په صورت کې به جرګه خپل اړین ګامونه پورته کوي.

پښتین زیاتوي: « جرګې پرېکړه وکړه، دا چې اوس په دې خاوره هېڅ ډول ناامني او جګړه نه شته، نو د پاکستان پوځ او ټول وسله وال تنظیمونه چې له طالب تر داعش پورې په بېلابېلو نومونو یادېږي، په دوه میاشتو کې دې زموږ له خاورې ووځي.»

د پښتین په خبره، د ولس له منځه د مدافع وکیلانو یوه ډله ټاکل کیږي چې په ملګرو ملتونو او د جرمونو په نړیواله محکمه کې به د پښتنو پر خاوره د وژل شویو، بې درکو او بې ‌ځایه شویو پښتنو د حقونو اعادې لپاره د وکالت چارې مخ ته یوسي.

د دې ترڅنګ، جرګې پر افغان نجونو د زده کړو بندیز لرې کېدو او هغوی ته د خپلو حقونو د بېرته ورکړې غوښتنه وشوه او ترڅنګ یې په پښتونخواه کې هم په بدو کې د نجونو ورکړه او په دې برخه کې ټول روایات او دودونه لغو اعلان کړل.

پښتین په دې اړه وايي:« د پښتون وطن یو روایت داسې دی چې بدي به سړي کوي خو په بدو کې به ښځې ورکول کېږي، جرګې پرېکړه وکړه چې دغه دود او روایت نور ختم دی.»

همدارنګه جرګې له افغانستان سره د تورخم په ګډون په ټولو لارو د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته له پاسپورټ او ویزې پرته د تګ‌ راتګ پرېکړه او دغه راز د پاکستان په پنجاب او سند کې له پښتنو سره د روان توپیري او ناوړه چلن د ژر تر ژره درېدو پرېکړه وکړه.

جرګې په سیاست کې د پاکستان د پوځ لاسوهنې د دې هېواد له اساسي قانوني سره په ښکاره ټکر کې وبللې او په دې برخه کې پر نه دخالت او د پوځي محکمو د لغوه کېدو ترڅنګ د پوځ او پولیسو له لوري د جرګې د چمتوالي پرمهال د نیول شویو کسانو او دغه راز د پښتنو د ټولو سیاسي بندیانو د آزادېدو پرېکړه هم وکړه.

پښتین په دې اړه وايي: « جرګې پرېکړه وکړه چې پر ډېورنډ کرښه څومره د تګ راتګ لارې او دروازې دي، په ټولو به د ۱۸۹۳ څخه تر ۲۰۱۰ زېږدیز کال پورې چلېدونکو قوانینو له مخې، افغان پښتنو ته پر دې لارو د تګ راتګ اجازه له وېزې او پاسپورټ پرته ورکول کېږي.»

د جرګې پرېکړه‌ لیک کې راغلي چې په ټولو قبایلي سیمو کې باید برېښنا په وړیا ډول وي او په نورو برخو کې پر یوه یونټ د شپېتو پاکستاني کلدارو پرځای د پنځه کلدارې لګښت واخیستل شي.

 پښتین خبرداری ورکړ چې د حکومت له خوا پر دغو سیمو د برېښنا بندېدو په صورت کې به ولسونه د پاکستان نورو سیمو ته د برېښنا د غځېدلو مزو د پرې کولو په اړه تصمیم نیسي.

د جرګې له پرېکړې سره سم، د اوبو او ګازو ترڅنګ به د پښتون ولس ټولې هغه طبیعي سرچینې چې د پوځ او د پاکستان د نورو صوبو له لوري پرې ولکه ټینګه شوې او غصب شوې دي، د بشپړې کارونې او ګټه اخیستنې حق باید پښتون ولس ته ورکړل شي.

منظور‌احمد پښتین زیاته کړه: « د دې وطن د شهیدانو لپاره، د دې وطن د لادرکو او لاپته کسانو لپاره او په دې خاوره د غصب شویو ځمکو لپاره به په شریکه د پښتون وطن استازي وکیلان راټول کړي. دغه وکیلان به هم دلته د ټولو قضیو او حقونو لپاره وکالت کوي او هم به پر نړیواله کچه او ملګرو ملتونو کې د خپلو ورکو خلکو، شهیدانو او غصب شویو ځمکو مقدمه چلوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین دغه راز وویل، د جرګې د پرېکړو د عملي کولو لپاره به د پښتونخوا له هرې سیمې درې زره کسان چې په ټولیز ډول ۲۴۰ زره کسان کیږي، په غیر مسلح ډول وضعیت څاري او کار به کوي.

په پای کې پښتین د جرګې پرېکړو ته د درناوي او ورڅخه د ملاتړ په موخه د جرګې په میدان کې په ټولیز ډول لوړه وکړه او د عملي کولو لپاره یې هوډ تازه کړ.

پښتین د لوړې پرمهال وویل: « زه منظور احمد پښتین د عبدالودود زوی، په پوره هوښ او بیداري کې لوړه او قسم کوم چې د جرګې هره پرېکړه او هر راتلونکی عمل به بشپړه ملګرتیا کوم. په دې لاره کې به له هېڅ ډول قربانیو سرغړونه نه کوم. تاسو او لوی خدای زموږ په دې لوړه او قسم ګواه او شاهدان یاست.»

د خیبر قامي جرګې پرېکړو ته په افغانستان، پښتنوخوا او پاکستان کې بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. افغانستان کې یو شمېر سیاسي مشرانو د جرګې له پرېکړو هرکلی کړی او دا جرګه یې د ستم پر وړاندې د ځورېدلو خلکو د فریاد او هېلو راټوکېدو یو نوی پړاو بللی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist