Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/24

یو شمېر افغان سیاسي او رسنیزو فعالانو او د پوهنتون استادانو کابل کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) دفتر مخې ته هغه اعتراض لیک لاسلیک کړ چې په کې پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم پر بریدونو اعتراض او غندنه شوې.

دغه اعتراض لیک چې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ ته وسپارل شو، په کې د ياد سازمان له امنیت شورا، د بشري حقونو له نړیوالو مدافع بسټونو او همدا راز جنګي جرمو د څېړنې له نړیوالې محکمې غوښتل شوي چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه چې تر ډېره عام افغانان او ملکي تاسیسات او کورونه په کې په نښه کېږي، وغندي او په جدي توګه یې د جنګي جرایمو په توګه وڅېړي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر استازولۍ(یوناما)، د ملګرو ملتونو پر امنیت شورا، د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو، د جنګي جنایتونو څېړنې پر نړیوالې محکمې، د اسلامي همکاریو پر سازمان او پر هغو نورو نړیوالو سازمانونو چې په دې برخه کې فعالیت کوي، غږ کوو چې پر افغانستان د پاکستان تېری او تجاوز وغندي. دغه تېری چې د بشري او جګړه ییزو قوانینو او اړوند کنوانسیونونو له مخې جنګي جنایت بلل کېږي، باید هر اړخیزه څېړنه یې وکړي. باید د دې بریدونو ترسره کوونکي د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې د قوانینو پر بنسټ محاکمه او شدیدا ً مجازات کړي.»

د سیاسي او مطبوعاتي فعالانو په دې اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې په افغانستان کې د پاکستان پوځي رژیم د جنګي جنایتونو مخه ونیسي او عاملان یې چې په سر کې یې د پاکستاني پوځ لوی درستیز عاصم منیر دی، باید نړیوالې محکمې ته معرفي او مجازات کړي.

روح الله هوتک په دې اړه وايي: « د پاکستان له خوا دې په راتلونکي کې د هر ډول نظامي اقدام او پارونکي عمل مخه په جدي ډول ونیول شي. همدارنګه د ملګرو ملتونو منشور د ۲۴ مادې پر بنسټ دې د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت په ټوله معنا احترام وشي. د پاکستان پوځي مشر عاصم منیر او ښکېله پوځي کړۍ دې په افغانستان کې ترسره کړیو جنګي جنایتونو پر بنسټ د جرمنو نړیوالې محکمې ته ور وپېژندل شي. د پاکستان پوځي مشر او ښکېله کړۍ دې د سیمه ییز او نړیوال امنیت او ثبات د کډوډولو په موخه شدیدا ً مجازات شي. د پاکستان پوځي رژیم دې په هوايي بریدونو کې د شهید شویو او ټپیانو کورنیو ته جنګي غرامت ورکړي.»

اعتراض کوونکي په کابل کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ غواړي چې د دوی اعتراض لیک جدي وګڼي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د بشري حقونو تر نړیوالو مدافع بنسټونو او همدا راز د جنګي جرایمو د څېړلو پر نړیوالې محکمې سربېره یې د اسلامي همکاریو تر سازمان هم ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی یوسف امین ځاځی وايي: « که ملګري ملتونو واقعا ً خپلواک وي، په انساني او بشري ارزښتونو ولاړ وي، زموږ پیغام باید د نړیوالې ټولنې پر مېز کېږدي.»

د پوهنتون استاد جاوېد مومند وايي: « دا کوم پرېکړه لیک چې دلته ولوستل شو، موږ پرې ټینګار کوو او باید جدي ونیول شي. پاکستان د اوربند په ګډون هېڅ ډول اصولو ته ژمن نه دی پاتې شوی.»

د سیاسي چارو شنونکی ګلاب خان باز وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا پرېکړه لیک باید دلته پاتې نه شي بلکې د امنیت شورا تر مېز ورسول شي او ټول زبرځواکونه په دې خبر شي چې دلته پاکستان وحشت او جنایت ترسره کړی.»

د دې اعتراض لیک لاسلیک کوونکي ټینګار کوي چې د دوی اعتراض باید تر ملګرو ملتونو او امنیت شورا ورسول شي او هلته یې په اړه جدي څېړنه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist