Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پوهنې وزارت سرپرست د عصري زده کړو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی

د پوهنې وزارت سرپرست د عصري زده کړو پر پیاوړتیا ټېنګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/29

په داسې حال کې، چې د اسلامي امارت چارواکو عصري زده‌کړې مباح عمل بللی، خو د محدودو نورو چارواکو ترڅنګ د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب اغا هم دغه زده‌کړې فرض ګڼي.

حبیب اغا د سږني کانکور د ممتازو داوطلبانو په ستاينغونډه کې د وینا پر مهال وویل، له عصري زده‌کړو پرته د هېواد  پرمختګ او پرمختللې ټکنالوژۍ ته لاسرسی ناشونی دی.

هغه زیاته کړه:« دا زموږ او ستاسې افغاني او اسلامي ټولنه عصري علومو ته اړتیا لري، د عصري علومو زده کړه په اوسني عصر کې کفايي فرض ده، لکه د جنازې لمونځ، که په یوه سیمه کې یو مسلمان ورور وفات شي او هېڅ څوک د جنازې لمونځ ورنه کړي، نو ددې ټولې سیمې غاړې بندېږي او الله ج به د قیامت پر ورځ ترې پوښتنه کوي. داسې د عصري علومو زده کول د نن ورځې اړتیا ده، دا کفايي فرض دی. که چېرې هېڅ څوک یې نه زده کوي، نو د ټولو به غاړې بندې وي. »

د پوهنې وزارت سرپرست د هېواد دفاع لپاره عصري زده کړي یوه جدي اړتیا بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت د زده کړو مخالف نه دی او د زده کړو پیاوړتیا ته سرپرست حکومت ژمن دی او په خبره یې له عصري زده کړو پرته اوسنۍ ستونزې نه شي حل کېدای.

حبیب اغا وايي، اوس مهال د سرپرست حکومت مخالفانو تبلیغاتي جګړه پیل کړې او هڅه کوي، له دې لارې د خلکو ذهنیتونه بدل کړي.

هغه زیاتوي:« د دوښمن پر تبلیغاتو خطا نه شئ، اسلامي امارت د عصري علومو مخالف نه دی، اسلامي امارت غواړي چې عصري علومو ته پرمختګ ورکړي، ځکه بې له عصري علومو زموږ او ستاسې دا ولس، هېواد د بل له احتیاجه نه خلاصېږي.»

په ورته مهال ځېنې نور چارواکي بیا وايي، په تېرو ۲۰ کلونو کې حکومت د ظرفیت لوړولو په برخه کې پاتې راغلی وه او په خبره يې اوسنی سرپرست حکومت ظرفیت لوړونې ته جدي پاملرنه کوي.

له دې سره  د پوهنې وزارت په يوې داسې طرحه کار پيل کړی، چې له مخې به یې په ټولو ښوونځیو کې ګرځنده موبایلونه محدود او یا هم پرې بشپړ بندیز ولګول شي.

د پوهنې وزارت مالي او اداري معین  مولوي صبغت‌الله وثیق وايي:« زه دا وایم،چې په خپل تعلیمي نظام کې، خپلو تعلیمي بنسټونو کې د دغو ټیلیفونو زیانونو په اړه یوه څېړنه ولرو، د هغې بندولو لپاره باید یو څه اقدامات وکړو.»

د کانکور بريالي شوي ګډوال وايي، په ګڼو ولایتونو کې زده کوونکي د ښوونځيو ودانۍ، کمپیوټرلب او کتابتونونو نشتوالي له ستونزو سره مخ دي او له پوهنې وزارته غواړي، چې د يادو ستونزو حل ته جدي پاملرنه وکړي.

له دې وړاندي د پوهني وزارت ویلي ول، چې پر داسې یوې طرحې کار کوي، چې له مخې یې د نجونو متوسطه او لیسې ښوونځي خلاص شي، خو د دې طرحې د بشپړېدو  لپاره یې وخت نه دی مالوم کړی او هغه امرثاني لا هم نه دی رارسېدلی، چې له مخې به يې بېرته د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist