Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پولیو نړیواله ورځ؛ سږ کال افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

د پولیو نړیواله ورځ؛ سږ کال افغانستان کې د پولیو ۶ مثبتې پېښې ثبت شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/25

د اکتوبر ۲۴ د پولیو (ګوزڼ) نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي چې روان کال د هېواد پر کچه ۶ د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي.

 د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت له ګوزڼ څخه خلاص افغانستان او ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) پر خپلو ایکس پاڼو د یادې ناروغۍ څخه د ژغورنې په پار له پنځوکلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین په تطبیقولو ټینګار کړی.

له پولیو پاک افغانستان بنسټ ویلي:« نن د پولیو نړیوال ورځ ده. راځئ! چې  له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته په واکسین کولو سره دا ورځ ونمانځو. د پولیو واکېسن ډاډمن، حلال او له ګوزڼ د خلاصون یوازینۍ لاره ده.»

یونېسف ویلي:« پولیو هېڅ علاج نه لري، خو تاسو کولی شئ مخه ونیسئ. خپل ماشوم ته د پولیو ضد واکسین وکړئ. له خپلو ملګرو او ګاونډیانو وغواړئ  چې همدا کار وکړي په ګډه کولی شو پولیو پای ته ورسو.»

اخوا روغتیا پالان بیا وایې، پولیو یوه ویروسي او  جنټیکي ساري ناروغي ده، چې د مخنیوي وړ ده.

خو دوی وايي، دا چې په افغانستان کې د عامه پوهاوي نه شتون له امله خلک د پولیو پر واکسین بې باوره شوي او لامل یې دا دی چې د پولیو مثبتې پېښې زیاتې شوي.

ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي: «  د پوليو مثبتې پېښې شته، دا چې د دې لپاره څه باید وشي څو له افغانستانه پولیو په بشپړه ټوګه ختمه شي، لومړۍ لار دا ده چې افغانستان ته د کډوالو د راتګ پر مهال بشپړ چک اپ وشي او بله دا چې په لرو پرتو سیمو کې قوي کمپاینونه او عامه پوهاوی ترسره شي، همداشان ښځینه کارکوونکې باید وګومارل شي چې په لرو پرتو سیمو کې کورنیو ته سم مالومات ورکړي او غلطې عقیدې ختمې کړي.»

روغتیا پالان وايي، د پولیو واکسین نه تطبیق په صورت کې د فلج او مړینې خطر شته او د نړیوالو بنسټونو ترڅنګ دې چارواکي د ګوزڼ ضد واکسین تطبیق کې جدي هڅې وکړي.

داخله ناروغیو متخصص ډاکټر جمال ناصر زرمل وال وايي: « دا یوه ویروسي ناروغي ده چې د پولیو په نوم یادېږي، دا ژوند ګواښونکې ناروغي ده او ناروغ معیوبوي، ترڅنګ یې پر عصبي سیستم حمله کوي، تر ټولو بده دا چې  ساري ناروغي ده د مخنیوي په لارو چارو کې تر ټولو مهمه دا ده، چې پولیو په عمومي توګه دوه ډوله واکسینونه لري او باید تطبیق شي.»

 د اکتوبر ۲۴مه  د پولیو نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي او له پولیو سره د مبارزې په موخه نمانځل کیږي. خو سره له دې چې  پولیو سره د مبارزې لپاره نړیواله ورځ هم ټاکل شوې او کمپآینونه هم شتون لري، بیا په افغانستان کې په روان کال کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist