Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې

د پروان په دوو ولسوالیو کې شاوخوا لسګونه پراختیايي پروژې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/26

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروان ولایت سالنګ او شینوارو ولسوالیو کې د ۱۷۵ پراختیایي پروژو عملي چارې پیل کړې.

د دې وزارت سرپرست محمد یونس آخندزاده وایي، په دې پروژو کې پلونه، پلچکونه، استنادي دېوالونه او کرنیز کانالونه شامل دي چې د نړیوال بانک په مرسته د ۲۴۵ میلیونو افغانیو په ارزښت ترسره کېږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخوندزاده وايي:« کمېټې ته دا مه وایه چې زما د کور مخ راجوړ کړه بلکې دا ورته ووایه چې چېرته اړتیا وي هلته یې مصرف کړه. د کمېټې دا مسوولیت دی چې څلور کسان په کې دي، خلکو ته بنیادي کارونه وکړئ، پلونه او پلچکونه جوړ کړئ او هغه کارونه وکړئ چې ډېر خلک ترې ګټه اخلي.»

د پروان ولایت سیمه ‌ییز چارواکي وایي، د دې پروژو په بشپړېدو سره به د شنیوارو لسوالۍ کفشان درې خلکو ستونزې حل شي او ټينګار کوي چې د خلکو ستونزو هوارولو لپاره به جدي ګامونه پورته کړي.

د پروان والي محمد ادریس انوري وايي: « زموږ چارواکي له دې پرته چې تاسو له مشکلاتو وژغوري، بل فکر او اندېښنه نه لري. کرار کرار به ستاسو ټولو ستونزو ته رسېدنه کېږي او بالاخره به دا خلک پر خپلو پښو درېږي او له هرې ناحیې به یې ستونزې ختمېږي.»

د پروان علماوو شورا رییس عبدالولي عابد قاري زاده وايي: « له چارواکو غوښتنه کوو چې د غوربند څلورو ولسوالیو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. د سړک ستونزې شته، د روغتیا او تعلیم په برخه کې ستونزې لرو او دغه راز د کرنې په برخه کې هم ستونزې لرو. غوښتنه او عرض مو دا دی چې دغه ستونزې مو هوارې شي.»

په همدې حال کې د یادو پروژو مسوولین ژمنه کوي چې د پروژو ټول کارونه به په اساسي بڼه او ټاکل شوي وخت کې بشپړ کړي.

د پروژو مسوول مجیب الرحمن وایي: « هغه پروژې چې موږ یې دلته تطبیقوو، کیفیت یې سل په سلو کې په پام کې نیسو. له موږ سره پیاوړي انجینران او عصري وسایل په دې اړه مرسته کوي.»

د شینوارو ولسوالۍ کفشان درې ځینې نور اوسېدونکي وایي، د څښاک پاکو او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي نه لرلو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.

د پروان ولایت شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی محمد صابر وايي: « زموږ لومړنۍ ستونزه مخابراتي ده، دلته انټرنېټ نه شته او بیا د روغتیا اړوند ستونزې دي، کلینیک نه لرو او دغه راز د څښاک پاکې اوبه نه شته او سړکونه مو پلونه او پلچکونه نه لري.»

د شینوارو ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی عبدالغني وايي:« دلته له تېر کال راهیسې یوه ناروغي پيدا شوې، خو تراوسه یې تشخیص او درملنه نه ده شوې. زه له والي صاحب غوښتنه کوم چې دا ناروغي یو ځل بیا خپره شوې، د تشخیص او درملنې لپاره یې لاس په کار شئ.»

د کفشان دره د پروان ولایت شینوارو  ولسوالۍ یوه لرې پرته سیمه ده. د دې سیمې خلک د ژوندانه د کمو امکاناتو له کبله له سختو ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist